رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

د تورې سمڅې (Black Hole) د ننه څه دي؟

  لیک: پروفیسور ډاکټر سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر وايي کله کله حقیقت له فیکشن څخه هم زیا ت عجیب وي. دا خبره د تورې سمڅې په مورد ډېر ه صدق کوي. توره سمڅه تر ټولو هغو شیانو ډېره عجیبه ده، چې د ساینس فیکشن لیکوالانو یې خیال پردازي کړې. اما سره له دې ټولو عجایبو چې تورې سمڅې یې لري، تورې سمڅې یو علمي حقیقت دی. د تورې سمڅې په باب لومړی بحث په 1783 کال کې جان میشل په کامبریج کې مطرح کړ. په دې هکله د نوموړي استدلال داسې و. که یوه ذره مثلاً توپ عمودي-پاس لور ته وغورځول شي، نو سرعت به یې د جاذبې له امله ورو شي. بالاخره، د ذرې عمودي سرعت به ودریږي او بېرته به ځمکې ته را ولویږي. خو که د ذرې لومړنی عمودي سرعت له بحراني قیمت (د تېښتې سرعت) څخه زیات وي، په دې صورت کې به جاذبه د ذرې سرعت ونشي درولی او ذره به د جاذبې له ساحې وتښتي. له ځمکې د تېښتې سرعت 11 کیلومتره پر ثانیه دی او له لمر د تېښتې سرعت 617 کیلومتره پر ثانیه دی. دغه دوه سرعتونه د واقعي توپ له عمودي سرعت څخه ډېر زیات دي، خو د «نور» د سرعت په پرتله چې 300000 کیلومتره پر ثانیه دی ډېر کم دي. په دې اساس، «نور» د ځمکې او...
پست‌های اخیر

بې‌وخته نړۍ!

 

نړۍ له شیانو نه ده جوړه، له پېښو جوړه ده!

 

د وخت کوانټم

 

وخت خپلواکه نه دی!

 

د (بې اوسه) یا (بې حاله) نړۍ جوړښت!

 

اوس یا حال بې معنی خبره ده!