رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از اوت, ۲۰۱۹

نوري څپې او رنګ

ښه پوهیږو چې نوري طیف د الکترومقناطیسي طیف په بطن کې پروت دی او له 400nm څخه تر 700nm پورې د موج اوږدوالی لري. په دغه انتروال کې (له 400nm څخه تر 700nm پورې) بېلابېل طول‌موج لرونکې څپې لیدل کیږي. مثلا که یوه څپه 630nm د موج اوږدوالی ولري، موږ ته د سور رنګ په توګه ښکاري. که 580nm د موج اوږدوالی ولري ژېړ رنګ ښکاري. که 460nm د موج اوږدوالی ولري شین رنګ ښکاري او... زموږ سترګې دغه بېلابېل طول موجونه په بېلابېل رنګونو ویني. یعنې نوري طیف (د سپین نور طیف) د هغه الکترومقناطیسي څپو ټولګه ده چې د سترګو په وسیله حس کیږي. په دغه طیف کې بیلابېلې موجود طول‌موجونه په بیلابیل رنګونو لیدل کیږي.      ویلی شو چې نوري څپه یا سپین نور د اووه رنګونو (سور، نارنجي، ژېړ، زرغون، شین، نیلي، ارغواني) ټولګه ده. اوس پوښتنه دا ده چې نور له نوري منبع څخه راوزي او هر نور د رنګونو ټولګه ده، پس ولي موږ غیر نوراني اجسام (لکه کالي، وڼې کتابونه) په بیلابیلو رنګونو وینو؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید لاندې تصویر په پام کې ونیسو. په دغه تصویر کې ما شین رنګه کمیس اغوستی. دا کمیس څنګه ...

نوري څپه

نوري څپه هغه الکترومقناطیسي څپه ده چې کله زموږ سترګو ته ورسیږي نو د لیدو حس په وسیله حس کیږي. نوري څپه هم لکه نورې الکترومقناطیسي څپې له یوه ځایه بل ځای ته انرژي لیږدوي او له پاتې الکترومقناطیسي څپو سره یې توپیر په دې کې دی چې دغه څپې د سترګو په وسیله د تشخیص وړ دي. یعنې ټول هغه شیان چې موږ یې وینو په حقیقت کې نورې څپه ده چې په دغه شیانو لګيدلې، بیرته منعکس شوی، زموږ تر سترګو رسېدلی او د لیدو وسیله شوې. نوري څپه د الکترومقناطیسي طیف پرمخ د 400nm او 700nm ترمنځ پرته ده. یعنې د نور څپه له 400nm څخه تر 700nm پورې د څپې اوږدوالی لري. په بل عبارت ټولې هغه الکترومقناطیسي څپې چې د څپې اوږدوالی یې مازې له 700nm ډیر شي د لیدو نه دي او که چېرې د څپې اوږدوالی یې بیخي لږ له 400nm وړوکی شي بیا هم د لیدو وړ نه دي. نور یو مهال ذره ګڼل کېده- د نور ذروي‌والی انګلیسي فزیکپوه ایزاک نیوټن پیشنهاد کړی و. خو په مقابل لورې کې هیوګنز آلماني فزیکپوه وویل چې نور څپه‌یزه ځانګړنه لري. له دغه مناقشو ډېر کلونه وروسته یانګ او فرنل د نور د تداخل پدیدې په کشف سره ثابت کړه چې نور څپه‌ایزه ځانګړ...

لیسه نسوان شیرینو

لیسه نسوان شیرینو در ناحیه دوم شهر کابل واقع بوده، همانند سایر لیسه‌ها شاګردان ذکی، پر تلاش و کنجکاو دارند. انجمن نجوم افغان در سلسله فعالیت‌های علمی خویش سری به این لیسه نیز زد و یک پایه تلسکوپ و چندین جلد کتاب نجومی را به آنها اهدا نمود. شما ګزارش تصویری آن را در ذیل میتوانید ببینید.

د څپو ډولونه

په ټوله کې څپې په درې ډوله دي: 1.        میخانیکي څپې 2.        الکترومقناطیسي څپې 3.        مادي څپې -1 میخانیکي څپې په خپل ذات کې درې کلي ډولونه لري: ·          عرضي څپې (لکه، د اوبو څپې،   S سایزمیکي څپې او د ګیتار د تار لړزه). ·          طولي څپې ( لکه، د غږ څپې، د زلزلې لخوا تولید شوې P سایزمیکي څپې او د فشار څپې). ·          سطحي څپې ( لکه، د زلزلې په مرسته تولید شوې L یا (رېلي) څپې او جاذبوي څپې). -2 الکترومقناطیسي څپې هم بېلابېل ډولونه لري: ·          رادیويي څپې ·          د لیدو وړ څپې ·          ګاما څپې ·          وړې څپې · ...

څپه څه ده؟

نړۍ له څپو مالامال ده. پوښتنه دا ده چې کوم شیان باعث کیږي ترڅو څپه، څپه شي؟ څپې کومې ځانګړنې، ترکیبونه او غبرګونونه لري؟ څپه څنګه توضح کړو ترڅو یې پر ماهیت او کیفیت پوه شو؟ څپه بې‌نظمي ده چې د یوې ذریعې/وسیلې په مرسته له یوه ځایه بل ځای ته درومی. فنري څپه، د څپې په توګه فرض کړئ. کله چې فنر له یوې او بلې خوا را ټول کړو، نو یوه طبیعي موقعیت ته چې د سکون حالت نومیږي، رسیږي. که فنر خوشې کړو، د فنر هره کړۍ فضاء په مساویانه توګه ټیل وهي. لومړنۍ ذره چې د فنر د خوشې کېدو سره له خپل سکون حالته وځي، تر هغه ښکته او پورته یا مخته او شاته کیږي ترڅو د سکون حالت ته راشي.  نو ویلی شو چې د فنر خوشي کیدل او بېرته را ټولیدل یو ډول بې‌نظمي منځته راولي او دغه بې‌نظمي د فنر له یوه پایه تر بله پایه خپریږي. که چېرې فنر یو ځل مخته او شاته ولاړ پلس یې یو دی، که لس ځله لاړ پلس یې لس او... دی. نو یو پلس یوه بې‌نظمي ده چې د یوې وسیلې په مرسته له یوه ځایه بل ځای ته ځي. لس پلس، لس بې‌نطمۍ دي چې د یوې وسیلې له طریقه له یوه ځایه بل ځای ته درومي. فنر تر یوه وخته ممکن په متواتر ډول مخته او شاته ولاړ شي....

د څپې ځانګړنې

د څپو تشعشع شپږ ډوله ځانګړنې له ځانه ښيي. که چېرې یوه تشعشع لاندې شپږ ځانګړنې ولري، نو څپه بلل کیږي. 1.        هر دویم محیط ته د رسیدو په صورت کې: ·          انعکاس کوي- بېرته لومړي محیط ته ګرځي. ·          انکسار کوي- دویم محیط ته د مسیر په لږ بدلون سره، ننوځي. ·          جذبیږي- د دویم محیط په سطح، خپله یو مقدار انرژي له لاسه ورکوي او دویم محیط تودوي. 2.        دویم محیط ته په ننوتلو سره: ·          تفرق کوي- که له واړه سوري بل محیط ته ننوځي، د نقطوي حالت برخلاف کونجونو ته تمایل کوي. 3.        کله چې په عین ساحه کې له خپلې همنوعې څپې سره مخ شي: ·          تداخل کوي- یا یو بل تقویه کوي او یا یو بل ضعیفه کوي. 4.        عرضي یا لړزا...