رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از فوریه, ۲۰۱۸

اینسټاین او سوسیالیزم

اینسټاین سوسیالیستي فکر ته متمایل و او دغه فکر یې ځکه خوښولو چې ټولنیز عدالت قایموي. نوموړي به ویل چې سوسیالستي اقتصاد او سیاست تر یوه حده خوښوي او په دې شک لري چې کپیټالیزم دې د ملتونو اړتیاوې پوره کړی شي. په ۱۹۴۵ کال کې اینسټاین د «آیا په سوسیالستي نظام لرونکو هېوادونو کې فردي خپلواکي شته ده؟» تر عنوان لاندې مقاله کې په کپیټالیزم انتقاد وکړ، «کپیټالیزم په حقیقت کې څه دی؟ هغه نظام دی چې په هغه کې د تولید اصلي منابع لکه ښاري ملکیتونه، د اوبو، سون توکو، برېښنا او د لیږد را لیږد سرچینې او ستر صنعتي ښارونه د اقلیت ښاروندانو په لاس کې وي. له تولید څخه یې موخه دا ده چې په زیاته پیمانه ګټه د پانګه‌والو جیبونو ته لویږي نه دا چې (کالي) په عادلانه توګه د خلکو ترمنځ وویشل شي». اینسټاین له دې مخکې په ۱۹۳۲ کال کې لیکلي وو «پانګه، ولو که په هره اندازه وي د انسانیت په ارتقا کې ونډه نلري، حتی که د زحمت‌کش کارګر په واک کې هم وي». ۱۵ کاله وروسته له انتظار پرته نوموړي اعلان وکړ چې د تکنالوژۍ پرمختګ بیکاري زیاتوي. ده ویل چې «طبقاتي توپیرونه باید له منځه لاړ شي» او دا هغه ادعا ده چې سوسیالیزم یې هم لر...

راپور څه دی؟

راپور د هغه پېښو ټولګه ده چې تا پخپلو سترګو لیدلي او بیا د نورو کسانو لپاره لیکلي وي. راپور ته په انګرېزۍ کې (ریپوټ) وايي، ریپوټ ډېر پخوانۍ لغات دې چې د بیا ذکر کولو معنی ورکوي. ځکه خو په تخنیکي راپورونو کې ته هغه شیان لیکي چې تا مخکې لیدلي وي. د راپور شکل او فارمټ ډیره پخوانۍ مخینه لري، یعنې د راپور شکل او فورم ډیر پخوا باب شوی و او د لومړي ځل لپاره، احتمالا د جرمي مسایلو د څېړلو په منظور کاریدلی. خو نن ورځ راپور بیلابیلې کارونې لري او د راپور اساسي اصل او شرط دا دی چې باید سم او ثبوت شوی وي. که چېرې یو راپور ثبوت شوی او سم وي، معنی دا چې په حقایقو ولاړ دی او دا کار د راپور هر مسلکي لوستونکي سره مرسته کوي چې د راپور له لوست وروسته یاده تجربه، لومړۍ هغه ته ورته تکرار کړي او مشابه پایله ترې ترلاسه کړي.