رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از آوریل, ۲۰۲۲

ساینس، تمدن او جګړه

  لیک: فهیم سپین‌غر  تمدن هرڅوک هر ډول تعریفوي. زه یې دلته له تعریف سره کار نه لرم. زه د تمدن مهم عنصر باندې خبرې کوم. تمدن په وسایلو ولاړ دی. د تمدن هرې مشخصې(کور، کالي، ډوډۍ، ترانسپورټ، هنرونو او علومو) ته وسایل اړین دي. وسایلو موږ له سمڅو را وایستو او د کورونو ننني حالت ته یې را ورسولو. موږ په هره تمدني دوره کې له ځانګړو وسایلو کورونه جوړ کړي. ان د ښار او کلي کورونه وسایلو بېل کړي. د ښار کورونو کې کارېدلي وسایل د کلي کورونو کې کم وینو. که ځېر شو زموږ مناسبات، وسایلو په ښاري او کلیوال مناسباتو ویشلي.   په همدې توګه موسیقي په وسایلو موسیقي ده. په شرقي موسیقي کې تبله، هارمونیه، رباب کاریږي. غربي موسیقي بیا جاز، پیانو او ګیتار کاروي. د موسیقي وسایلو موسیقي په شرقي او غربي ویشلې. په ټوله کې هر تمدن چې ډېر وسایل ولري، په نورو تمدنونو حاکم وي. نو وسایل د تمدن څرنګوالی بیانوي.   تمدن په وسایلو تعریفیږي او وسایل له موادو جوړیږي- ګاډر له وسپنې، شپیلۍ له لرګي او آلوتکه له المونیم جوړه ده. تمدنونه د موادو له مخې په پنځو دورو ویشو-د ډبرې دوره، د برونز دوره، د وسپنې دوره،...