رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از ژوئن, ۲۰۲۲

مارکسیزم او فزیک

  لیک: فهیم سپین‌غر شاید عنوان ډېر مزخرف او کلیشه‌يي درته ښکاره شي. ملامت نه یو ځکه زموږ په ګډه فرهنګي حوزه کې د ساینس په مرسته د اعتقادي مسائلو د اثبات پرېمانه غیر‌ضروري هڅې شوي. دغه عنوان شاید هماغسې یو حس درکړی وي-مار خوړلی له پړي ډاریږي!!! له دې عنوانه زما موخه بله ده. زه غواړم دلته د فلسفې او علم په تړاو وغږېږم. د فلسفې او علم په هکله مې د معروف فزیکپوه ماکس پلانک قیاسي مثال ډېر خوښ دی. یو وخت مې د ماکس پلانک په یوه اثر کې لوستي و: ” که په کلیاتو پوهېدل غواړو نو فلسفه مرسته راسره کوي، خو که غواړو یوه پدیده ژوره درک کړو، باید علم ته مراجعه وکړو. هره فلسفه علم ته او هر علم فلسفې ته اړتیا لري. په دې موضوع د پوهېدو لپاره به د دوو مسافرو قیاسي مثال راوړم. دوه تنه یوځای روان دي، یو یې د ځمکې عمومي شکل( لوړو، ژورو، غرونو، درو، ځنګلونو او شنو) ته پام نیولی په هکله یې فکر کوي. دا بل یو یې یوازې حیواناتو او معدني محصولاتو ته ځير دی په اړه یې فکر کوي. دویم مسافر تل هڅه کوي ترڅو د ژونديو موجوداتو نوې نوعه یا عجیب فلز ترلاسه کړي او بیا یې وڅېړي. د سیمې کُلي شکل په هکله بیا د لومړی مساف...