استاد رهنورد زریاب د قلندر نامې اثر په دریم مخ کې د (یاد و دریغ) تر عنوان لاندې د قلندر له خولې لیکي «قلندر ډېره موده پس، له الف با تورو سره مینه پیدا کوي او له ځانه سره په افسوس وايي دا خو مینه ناک شیان دي، چټي مې په ښوونځي کې بد ترې راتلل. له لږ فکر وروسته وايي ښايي د معلم قهرېدلې څېرې او لمدې لښتې بد راته ایسولی وي».
زه فکر کوم په اکثرو به دا چم کیږي. په پوهنتون کې زموږ یوه ټولګیوال به ویل «په کومه مینه چې زه فزیک ته راغلم، فزیک د څه نه راکولو سربېره هر څه حتی له فزیک سره یې مینه هم راڅخه واخیسته». زموږ دغه ټولګیوال په پوهنځي کې د نومرو ناکام خو نن د دې برخې لوی انسان دی؛ دی هم د قلندر په څېر اوس، اوس وايي «ستونزه په فزیک کې نه، بلکې د فزیک په ملایانو کې ده». ځکه خو زموږ د عصر یو فزیکپو والټر لیون وايي« اصلي مجرمین هغه معلمین/استادان دي چي فزیک خسته کن کوي ». بلخوا، معلمي، پیغمبري دنده ده او په دغه دنده کې غفلت، بې مثاله خیانت دی.

نظرات
ارسال یک نظر