رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از نوامبر, ۲۰۱۷

د فزیک د زده کړې راز

سمه به نه وي که وویل شي د فزیک زده کړه راز لري؛ بالعکس دا به منطقي وي چې ووایو یو ځای ته د رسیدو لپاره یو شمیر ګامونه پورته کول پکار دي؛ هره پروسه عظمت او اهمیت ته یې په کتو سره ځانګړي پلان ته اړتیا لري، د فزیک زده کړه هم د پروسې له محدودې څخه نه ایستل کیږي او د پروسې اطلاق پرې کیدونکی دی. فزیک نسبت ټولو علومو ته جامع علم دی، ټول علوم په بر کې لري او ورته ځوابګو دی، نو د داسې علم د زده کړې لپاره چې د علومو اساس بلل کیږي جامع او وسیع پلان ته اړټیا ده؛ کوم پلان چې د بیولوژی او تاریخ د زده کړې لپاره جوړ شوی او ښه پایله یې په همدې فرعو کې ورکړي وي، ناممکنه به وي چې د فزیک د زده کړې لپاره کامیابه تجربه وبلل شي او د مثبتي پایلې طمعه ترې وشي. علوم کولی شو چې د مستمرې مطالعې، په لیکچرونو کې مسلسل حضور، په اړونده برخو کې د منظم کار او د پوښتنو د متواتر ځوابولو په پایله کې ترلاسه کړو؛ خو د فزیک د زده کړې لپاره نه یوازې چې پاسیني قواعد به رعایتوئ بلکې په یو شمیر نورو اصولو هم پابندي پکار ده چې لاندې په اجمالي توګه بحث پرې شوی. 1.      تجربې ترسره کړئ: مشهوره مقوله ده وایي تج...