سمه به نه وي که وویل شي د فزیک زده کړه راز لري؛ بالعکس دا به منطقي وي چې ووایو یو ځای ته د رسیدو لپاره یو شمیر ګامونه پورته کول پکار دي؛ هره پروسه عظمت او اهمیت ته یې په کتو سره ځانګړي پلان ته اړتیا لري، د فزیک زده کړه هم د پروسې له محدودې څخه نه ایستل کیږي او د پروسې اطلاق پرې کیدونکی دی. فزیک نسبت ټولو علومو ته جامع علم دی، ټول علوم په بر کې لري او ورته ځوابګو دی، نو د داسې علم د زده کړې لپاره چې د علومو اساس بلل کیږي جامع او وسیع پلان ته اړټیا ده؛ کوم پلان چې د بیولوژی او تاریخ د زده کړې لپاره جوړ شوی او ښه پایله یې په همدې فرعو کې ورکړي وي، ناممکنه به وي چې د فزیک د زده کړې لپاره کامیابه تجربه وبلل شي او د مثبتي پایلې طمعه ترې وشي. علوم کولی شو چې د مستمرې مطالعې، په لیکچرونو کې مسلسل حضور، په اړونده برخو کې د منظم کار او د پوښتنو د متواتر ځوابولو په پایله کې ترلاسه کړو؛ خو د فزیک د زده کړې لپاره نه یوازې چې پاسیني قواعد به رعایتوئ بلکې په یو شمیر نورو اصولو هم پابندي پکار ده چې لاندې په اجمالي توګه بحث پرې شوی.
1. تجربې ترسره کړئ: مشهوره مقوله ده وایي تجربه د علومو مور ده، د تجربې اهمیت په همدې مقوله کې په کامله توګه خلاصه شوی، تجربې پورې نه یوازې د فزیک پرمختګ تړلی بلکې د ټولو فزیکي مفاهیمې د سمې زده کړې لپاره تجربه لومړی او وروستی انتخاب دی. کوشش وکړئ چې ډېرې ساده او وړې تجربې ترسره کړئ، مثلا د پرتابونو د مفهوم د زده کړې لپاره په مناسب ځای کې د لوبې توپ یا کوم مناسب شی ګوزاروئ، د حرکت او سرعت په مفهوم د پوهیدو لپاره، په وړ ځایونو کې قدم ووهئ په دې کار سره به نه یوازې د سرعت په مفهوم پوه شۍ، بلکې یو سپک ورزش به مو هم کړی وي، که موپتیيلې وي چې فزیک زده کوئ، بیا نو د هر کتاب د لوست پرمهال مو که تجربې لیدلې ،حتی المقدور عملا یې ترسره کوئ.
2. پراخ تصویر ولرئ: د هر انسان دنیا د هغه د تصور په اندازه ده، د فزیک نړۍ ډېره وسیع نړۍ ده، نو زده کړه یې هم پراخ تصور ته اړتیا لري؛ مثلا د نیوټن قانون نشو کولی یوازې په یوه فورمول کې تخته او بیا یې یاد کړو، بلکې موږ باید دا ټول مفهوم، متن او تعریف یې زده کړو، بیا یې د ورځنیو پدیدو سره د تطبیق وړتیا په ځان کې وروزو، دا اړینه نه ده چې د کتاب فهرست، متن او نچوړ یاد کړل شي، ضرور دا ده چې د کتاب په مفاهیمو د پوهیدو وروسته ټولې ورځنې فزیکې پدیدې تحلیل او توضیح کړای شو. نو فزیکې مفاهیم باید یوازې د فورمول، قانون او کتاب په چوکاټ کې ونه ساتو تر دې باید وسیع ورته وکتل شي. که مو داسې وکړل هغه مهال بعیده نه وینم چې سترې سترې اختراعوې به وکړۍ.
3. پوښتنې ځوابوئ: اکثرا کتابونه د هر څپرکې په پای او د متن په بطن کې پوښتنې لري؛ هغه کس به د فزیکي مفاهیمو عمق ته تللی وي چې دغه پوښتنې لومړۍ له خپل ځانه سره ځواب او بیا له ملګرو سره بحث پرې وکړي. دا پوښتنې لنډې، لنډې مه ځوابوۍ باید په تفصیلي ډول ځواب شي، دا چاره حتی څلور ځوابه پوښتنو ته هم کاروئ وروسته له دې چې ټولې پوښتنې مو ځواب کړې بیا یې د پوښتنو په کلۍ کې حل وګورئ څو د کتاب ځواب او خپل ځواب سره پرتله کړی.
4. د تمرین هڅه وکړئ: زیات شمیر کتابونه د هر څپرکي په پای کې د تمرین لپاره ترکیبي( څو جز ای) پوښتنې هم لري، موخه یې د فزیکې مفاهیمو تمرین او پرې پوهیدل دي. د دې پوښتنو حلول ډېر ګټور دي، مشروط په دې که پخپله حل کړل شي، ځینې وخت داسې پېښیږي چې محصل یا متعلم د دې لپاره چې کورنۍ دنده یې ترسره کړې وي او په دې کار سره له استاد څخه نمرې اخیستې وي له خپل بل ملګري څخه د پوښتنو ځوانونه او حل کاپي کوي، په دې کار سره به ظاهرا موږ ګټه کړي وي ځکه نمرې به مو پرې اخیستې وي، اما تاوان یې دا دی چې موږ په موضوعاتو پوه نشوو او غافل ترې تېر شوو. په ورزشي مسابقو کې هغه لوبغاړی قهرمان وي چې تمرین یې کړی وي نه هغه چې یوازې د لوبې قوانین او حرکات یې زده کړي وي، نو د ډېر تمرین هڅه وکړئ.
5. حضور حتمي دی: ځینې وخت انسان داسې تصور کوي چې په ټولګې کې حضور بې ګټې کار دی ځکه همدا موضوع چې استاد یې توضیح کوي په کتاب کې شته ده، داسې استدلال کوي چې ولې کرار په کور کې کتاب ونه لولم. دوی کاملا غلط دي، ځکه په لکچر، سیمینار، کنفرانس او بحثونو کې حضور او فعاله ونډه اخیستل د سړي ذهن راویښوي او یوه مسیر ته یې سوق کوي. د فزیک له مفاهیمو څخه وسیع تصویر پیدا کوي او بلا ګټې لري، همدا اړتیا ده چې د بیلابیلو ښوونځيو او پوهنځیو شاهد یو، کنه نو دومره لګښتونو ته څه اړتیا چې د پوهنځیو په ودانیو او د کارکوونکو په تنخوا ګانو یې لګیږي.
6. پوښتنې وکړئ: بحث د فکر د ودې لپاره موثر دی او پوښتنې بحث واضح او خوندور کولی شي، نو که چېرې د درس، لکچر او یا بحث په جریان کې له ګونګو او مبهمو ځاینو سره مخ شوی، هرو مرو پوښتنه مطرح کړئ، کېدای شي ستا بل ملګرۍ هم له همدې حالت سره مخ وي په دې کار سره به هم د ملګرو او هم د استاد زړه ته لار وکړی او پرې ګران به شی. ځکه تاسې نه یوازې خپله او د ملګرو ستونزه حل کړه بلکې استاد ته مو د لا ښه وضاحت امکانات برابر کړل. ویلی شو چې پوښتنې د بحث د ښه مخته تللو لارې اواروي او هیڅکله په پوښتنه مه شرمیږۍ.
7. زده شوې مفاهیم تکراروئ: د هر شي د زده کړې د مخه له ځانه دا پوښتنه کوئ چې ولې یې زده کوئ او کوم ځای کې د تطبیق وړتیا لري ضمنا د ټولو زده شوو مفاهیمو تکرار هم مه هېروئ. د دې کار په کړو سره تاسې آزموینې ته هر وخت چمتوالی لری د دې اړتیا به نه لیدل کېږي چې د آزموینې په شپه ځان له خواږه خوبه وباسئ خو د زحمت او بې خوبۍ سره، سره د آزموینې پایله مو هم چندان سمه او په زړه نه وي، نو د هر شي، که مفهوم زده شي هیرول یې سخت کار نه بلکې ناممکن عمل دی.
عادت سخت دی چې پرېښودل شي، اما څېړنو ثابته کړې چې په یوویشتو ورځو کې یو عمل په عادت اوړي، یوویشت ورځې دا پروګرام په ځان تطبق کړي څو پرې روږدي شی؛ اما که تاسې تر دې ښه پلان لری بیا نو خپل پلان تطبیقوئ او د امکان تر حده زموږ سره یې هم شریک کړئ.

نظرات
ارسال یک نظر