راپور د هغه پېښو ټولګه ده چې تا پخپلو سترګو لیدلي او بیا د نورو کسانو لپاره لیکلي وي. راپور ته په انګرېزۍ کې (ریپوټ) وايي، ریپوټ ډېر پخوانۍ لغات دې چې د بیا ذکر کولو معنی ورکوي. ځکه خو په تخنیکي راپورونو کې ته هغه شیان لیکي چې تا مخکې لیدلي وي. د راپور شکل او فارمټ ډیره پخوانۍ مخینه لري، یعنې د راپور شکل او فورم ډیر پخوا باب شوی و او د لومړي ځل لپاره، احتمالا د جرمي مسایلو د څېړلو په منظور کاریدلی. خو نن ورځ راپور بیلابیلې کارونې لري او د راپور اساسي اصل او شرط دا دی چې باید سم او ثبوت شوی وي. که چېرې یو راپور ثبوت شوی او سم وي، معنی دا چې په حقایقو ولاړ دی او دا کار د راپور هر مسلکي لوستونکي سره مرسته کوي چې د راپور له لوست وروسته یاده تجربه، لومړۍ هغه ته ورته تکرار کړي او مشابه پایله ترې ترلاسه کړي.

نورو برخې ته يې په تمه يم.
پاسخ دادنحذف