رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از ژوئیه, ۲۰۱۹

د نړۍ پیل

لیک: ستیفن هاوکینګ-نظري فزیکپوه ژباړه: فهیم سپین‌غر د نړۍ د پیل په باب له ډېرې مودې را پدیخوا بحثونه کېدل. د ځینو لومړنیو نړئ پېژندنو په اساس چې د یهودي، مسیحي او اسلامي عقایدو په رڼا کې مطرح شوې وې، نړئ پخوا په متناهي او نه دومره لرې وخت کې پیل شوې. د دا شان پيل لپاره اړتیا لیدل کیږي چې د نړئ د پيل د توضیح لپاره لومړنی علت باید موجود وي. بل دلیل اګوستین په خپل کتاب(د خدای ښار) کې مطرح کړی. هغه ویل تمدن د ودې په حال کې دی او موږ یادولی شو چې هر کار چا کړی او یا هر فن چا منځته راوستلی. نو په دې اساس باید د انسان او نړۍ له موجودیته ډېر وخت نه وي تېر شوی، کنه موږ به ډېر پرمختګ کړی و. اګوستین د پیدایښت سفر کتاب په اساس ۵۰۰۰ کاله مخکې له میلاده کال د نړۍ د خلقت لپاره منلی. جالبه ده دا نیټه د کنګل عصر له پای ته رسیدو(کابو ۱۰۰۰۰ مخکې له میلاد) سره ډېر تفاوت نلري، یعنې کله چې تمدن واقعا پیل شو ارسطو او د یونان نور ډیر فیلسوفانو د خلقت په اړه تفکر ته اهمیت نه ورکولو، ځکه په الهي کارونو کې د لاسوهنو باعث کېدو. دوی باور درلود چې بشر او شاوخوا نړۍ تل شته وه او شته به وي. دوی د پرم...

لیسه عالی درخانی

انجمن نجوم افغان یک پایه تلسکوپ و چندین جلد کتاب نجومی را به شاګردان لیسه درخانی اهدا نمود. شاګردان بشاش و علاقمند به علوم طبیعی( بخصوص نجوم ) احساس خرسندی به هر کس که عاشق این شق باشد، میدهد. من که استعداد و کوشش اینها را می‌بینم به آینده امیدوار میشوم. روزی خواهد رسید که در بخش نجوم شاهد دست آورد های زیادی توسط این ساینسدانان (منجمین) جوان باشیم. چون لابراتوار این بخش که آسمان شب است و وسایل این بخش که تلسکوپ است و کتاب، را در اختیار دارند؛ پس آن روز بعید نیست.

خوشال خان عالي لیسه

خوشال خان عالي لیسه هم د رحمن بابا عالی لیسه په شان د هیواد له هر کونجه شاګردان لري. دغه لیسه هم اصلا له پولې هاخوا افغان زده کوونکو لپاره جوړه شوې وه، خو اوس اکثرا د ولایاتو متعلمین زده کړې پکې کوي. افغان ستورپوهنې ټولنې یو تلسکوپ او د ستورپوهنې اړوند کتابونه دغه لیسې ته ډالۍ کړ. زه امید لرم چې په ستورپوهنې برخه کې به دغه لیسه ځکه ښه وځلیږي چې ټول زده کوونکي یې لیلیه دي او د نجومو لیوال شاګردان د کتاب په لوست او د شپې آسمان ته په کتو سره کولی شي خپله پوهه پراخه کړي.

رحمن بابا عالي لیسه

افغان ستورپوهنې ټولنې رحمن بابا عالي لیسې ته هم یو تلسکوپ او د نجومو اړوند کتابونه د ډالۍ په توګه ورکړل. رحمن بابا عالی لیسه یو له هغو لیسو څخه ده چې د هیواد له تقریبا هر ولایت څخه شاګرد لري. دغه لیسه له نورو لیسو سره په دې توپیر لري چې ددې لیسې زده کوونکي لیلیه هم لري او د پوهنتون په شان ماحول یې دی. له توقع برخلاف په دغه لیسه کې داسې تندي موجود دي که چیري کار پرې وشي، یو وخت به پټکي ورته جوړیږي. دغه لیسه د پښتو شاعر رحمن بابا په نوم نومول شوې په پخوا وختونو کې دغه لیسه د پولې هاخوا افغانانو ته تخصیص شوې وې اما نن یې تر ډیره په کور دننه شاګردانو صنفونه ډک وو.