لیک: ستیفن هاوکینګ-نظري فزیکپوه
ژباړه: فهیم سپینغر
ژباړه: فهیم سپینغر
د نړۍ د پیل په باب له ډېرې مودې
را پدیخوا بحثونه کېدل. د ځینو لومړنیو نړئ پېژندنو په اساس چې د یهودي، مسیحي او
اسلامي عقایدو په رڼا کې مطرح شوې وې، نړئ پخوا په متناهي او نه دومره لرې وخت کې
پیل شوې. د دا شان پيل لپاره اړتیا لیدل کیږي چې د نړئ د پيل د توضیح لپاره لومړنی
علت باید موجود وي.
بل دلیل اګوستین په خپل کتاب(د
خدای ښار) کې مطرح کړی. هغه ویل تمدن د ودې په حال کې دی او موږ یادولی شو چې هر
کار چا کړی او یا هر فن چا منځته راوستلی. نو په دې اساس باید د انسان او نړۍ له
موجودیته ډېر وخت نه وي تېر شوی، کنه موږ به ډېر پرمختګ کړی و.
اګوستین د پیدایښت سفر کتاب په
اساس ۵۰۰۰ کاله مخکې له میلاده کال د نړۍ د خلقت لپاره منلی. جالبه ده دا نیټه د کنګل
عصر له پای ته رسیدو(کابو ۱۰۰۰۰ مخکې له میلاد) سره ډېر تفاوت نلري، یعنې کله چې تمدن
واقعا پیل شو ارسطو او د یونان نور ډیر فیلسوفانو د خلقت په اړه تفکر ته اهمیت نه
ورکولو، ځکه په الهي کارونو کې د لاسوهنو باعث کېدو. دوی باور درلود چې بشر او
شاوخوا نړۍ تل شته وه او شته به وي. دوی د پرمختګ دلیل په پام کې نیولی و او ویل
به یې بشر له بیلابیل پړاونو وروسته د تمدن پیل ته رارسېدلی دی.
کله چې ډيري خلک په ثابتې نړۍ
باورمن و، دغه پوښتنه چې ویل کېدل به آیا نړۍ پیل درلود؟ تر ډېره متافزیکي یا
الاهیاتي ګڼل کېده. هر رصد(لیدل) شوي شي
ته لاندې دوه دلایل کارېدلی شوای: یا نړۍ له پیله شته وه او يا په یوه محدود وخت
کې په داسې شکل منځته راغلي چې فکر کیږي تل شته وه. خو په ۱۹۲۹ میلادي کال کې هابل
یو مهم شی ولید او ورپام یې شو، هغه دا چې هرې خوا ته چې ګورې ستوري زموږ څخه لرې
روان دي؛ په بل عبارت نړۍ د انبساط په حال کې ده. یعنې له نن څخه پخوا زمانو کې
ټول آسماني کتلې یوه بل ته ډېرې لنډې وې. په حقیقت کې داسې برېښي چې لس تر شل
میلیارد کاله مخکې ټول آسماني کتلې ټیک په یوه ځای کې ول.
دغه کشف د نړۍ د پیل فکر او پوښتنه
منځته راوستله. د هابل لیدنو ښووله یو وخت کې (چې بیګ بنګ) نومېږي نړۍ ډېره وړه وه
او په دې اساس زښته ډېره متکاثفه هم وه. که له دې وخته مخکې کوم شی واقع شوي وي
نشي کولی له دې وخت څخه په وروستیو شیانو باندې اثر پرې باسې. حتی کولی شو د دې
وخت څخه مخکې پېښو باندې سترګې پټې کړو ځکه محسوسې پایلې نلري.

نظرات
ارسال یک نظر