رد شدن به محتوای اصلی

نوري څپې او رنګ





ښه پوهیږو چې نوري طیف د الکترومقناطیسي طیف په بطن کې پروت دی او له 400nm څخه تر 700nm پورې د موج اوږدوالی لري. په دغه انتروال کې (له 400nm څخه تر 700nm پورې) بېلابېل طول‌موج لرونکې څپې لیدل کیږي. مثلا که یوه څپه 630nm د موج اوږدوالی ولري، موږ ته د سور رنګ په توګه ښکاري. که 580nm د موج اوږدوالی ولري ژېړ رنګ ښکاري. که 460nm د موج اوږدوالی ولري شین رنګ ښکاري او... زموږ سترګې دغه بېلابېل طول موجونه په بېلابېل رنګونو ویني. یعنې نوري طیف (د سپین نور طیف) د هغه الکترومقناطیسي څپو ټولګه ده چې د سترګو په وسیله حس کیږي. په دغه طیف کې بیلابېلې موجود طول‌موجونه په بیلابیل رنګونو لیدل کیږي. 
  
ویلی شو چې نوري څپه یا سپین نور د اووه رنګونو (سور، نارنجي، ژېړ، زرغون، شین، نیلي، ارغواني) ټولګه ده. اوس پوښتنه دا ده چې نور له نوري منبع څخه راوزي او هر نور د رنګونو ټولګه ده، پس ولي موږ غیر نوراني اجسام (لکه کالي، وڼې کتابونه) په بیلابیلو رنګونو وینو؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید لاندې تصویر په پام کې ونیسو. په دغه تصویر کې ما شین رنګه کمیس اغوستی. دا کمیس څنګه شین ښکاري؟ موږ ټول هغه شیان چې په سترګو وینو په حقیقت کې د نور انعکاس وینو. یعنې نور له نوري منبع راغلی په هغه جسم لګیدلی، منعکس شوی، زموږ تر سترګو رسیدلی، په محراق کې د تقاطع له امله د لیدو وړ شوی. پس کله چې له لمر څخه سپینه نوري څپه چې د اووه رنګونو درلودونکې ده راځي زما پر کمیس لګي- د طبیعت د قانون په اساس همنوعه شیان یو بل دفع کوي، نو له شین رنګ پرته ټول رنګونه زما په کمیس کې جذبیږي یوازې شین رنګه څپه بېرته منعکس کیږي. دغه منعکس شوې شین رنګه څپه چې زموږ تر سترګو ورسیږي د شین رنګ احساس په موږ کې پیدا کیږي. دا په حقیقت کې 460nm طول‌موج لرونکې څپه ده چې موږ ته شنه ښکاري. موږ په طبیعت کې ټول رنګونه په همدې توګه وینو.

په اوړي کې اکثرا سپینو کالیو ته ترجیح ورکوي، ځکه سپین کالي سپین نور له دار او دستې سره یې منعکس کوي او په دې توګه د سپینو جامو په اغوستو سره د هیڅ‌راز تودوخې احساس نه کوو. بالمقابل په ژمي کې تور کالی اغوندو علت یې دا دی چون تور په نوري طیف کې اصلا نشته نو کله چې نوري څپه راځي تورې جامې ټوله نوري څپه جذبوي او د ګرمۍ احساس ایجادوي. باید ووایو چې د فزیک له اړخه (تور) رنګ نه دی، ځکه موږ وویل چې له سپین نور څخه تجزیه شوي نوري طیف کې پراته رنګونه رنګ دي. په فزیک کې تور ته جسم وايي (تور جسم).



نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...