رد شدن به محتوای اصلی

څپه څه ده؟



نړۍ له څپو مالامال ده. پوښتنه دا ده چې کوم شیان باعث کیږي ترڅو څپه، څپه شي؟ څپې کومې ځانګړنې، ترکیبونه او غبرګونونه لري؟ څپه څنګه توضح کړو ترڅو یې پر ماهیت او کیفیت پوه شو؟
څپه بې‌نظمي ده چې د یوې ذریعې/وسیلې په مرسته له یوه ځایه بل ځای ته درومی. فنري څپه، د څپې په توګه فرض کړئ. کله چې فنر له یوې او بلې خوا را ټول کړو، نو یوه طبیعي موقعیت ته چې د سکون حالت نومیږي، رسیږي. که فنر خوشې کړو، د فنر هره کړۍ فضاء په مساویانه توګه ټیل وهي. لومړنۍ ذره چې د فنر د خوشې کېدو سره له خپل سکون حالته وځي، تر هغه ښکته او پورته یا مخته او شاته کیږي ترڅو د سکون حالت ته راشي.

 نو ویلی شو چې د فنر خوشي کیدل او بېرته را ټولیدل یو ډول بې‌نظمي منځته راولي او دغه بې‌نظمي د فنر له یوه پایه تر بله پایه خپریږي. که چېرې فنر یو ځل مخته او شاته ولاړ پلس یې یو دی، که لس ځله لاړ پلس یې لس او... دی. نو یو پلس یوه بې‌نظمي ده چې د یوې وسیلې په مرسته له یوه ځایه بل ځای ته ځي. لس پلس، لس بې‌نطمۍ دي چې د یوې وسیلې له طریقه له یوه ځایه بل ځای ته درومي. فنر تر یوه وخته ممکن په متواتر ډول مخته او شاته ولاړ شي. نو ویلی شو چې د یوې وسیلې له طریقه د بې‌نظمۍ متواتر لیږد را لیږد ته څپه وايي.

وسیله څه ده؟
په پاس متن کې له وسیلې/ذریعې څخه زموږ موخه څه وه؟ وسیله هغه ماده ده چې څپه لیږدوي. شاید خبري رسنۍ مو آوریدلي وي. خبري رسنۍ پېښې نه تولیدوي، بلکې د پېښو د پېښیدو خبر لیږدوي. بیخي همدې ته ورته وسیله څپه نه تولیدوي، بلکې څپه لیږدوي. د فنر څپه د فنر کړۍ لیږدوي. د غږ څپه د هوا د ذراتو په مرسته لیږدول کیږي.
وسیله، له یوبل سره د تعامل کوونکو ذراتو تولګه ده. په بله ژبه وسیله له هغو ذراتو جوړه ده چې له یوه بل سره په تعامل کې دي. په یوه وسیله کې د لومړۍ او دویمې ذرې، دویمې او دریمې ذرې او... ترمنځ اړیکه د دې باعث کیږي ترڅو بې‌نظمي(څپه) په آسانۍ ولیږدول شي. مثلاً د غږ څپه د هوا د مالیکولونو په مرسته- چې له یوه بل سره په متواتر دول په اړیکه کې دي، لیږدول کیږي.

کله چې له یوې وسیلې څپه تیریږي. د وسیلې هره یوه ذره موقتاً له خپله ځایه بې ځایه کیږي. یعنې د څپې لیږد د وسیلې په ذراتو قوه ورادوي تر څو له خپله ځایه بې ځای او بیرته خپل ځای ته راشي. مثلاً د فنر په مثال کې هره کړۍ په متواتر ډول له خپله ځایه بې ځایه او بېرته خپل سکون حالت ته راګرځې. نو کېدای شي ووایو څپه د انرژي د لیږد پدیده ده. کله چې څپه(بې‌نظمي) له یوې وسیلې تیریږي د وسیلې ټولو ذراتو ته انرژي ورکوي او په حرکت یې راولي. او په دې توګه انرژي له یوې ځای څخه بل ځای ته لیږدوي.
څپې انرژي لیږدوي، خو ماده نه لیږدوي. د مثال لپاره یې سمندري څپې په پام کې ونیسئ. کومې څپې چې د سمندر په تل کې تولیدیږي د اوبو په ذریعه خپریږي. که چېرې څپو ماده لیږدولی نو اوس به د سمندر ټولې اوبه وچې ته راغلې وای. بالعکس موږ وینو چې سمندري څپې هم د نورو څپو په شان انرژي لیږدوي، خو هیڅکله ماده نشي لیږدولی.

نتیجتاً ویلی شو چې څپه هغه بې‌نظمي ده چې د یوې وسیله له طریقه، انرژي له یوه ځایه بل ځای ته لیږدوي. څپه هیڅکله ماده نشي لیږدولی. په یوه وسیله کې د څپې د لیږد پر مهال د وسیلې ټول ذرات له خپله ځایه موقتاً بې ځایه کیږي او بېرته خپل ځای ته راګرځي.

  



نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...