نوري څپه هغه الکترومقناطیسي څپه
ده چې کله زموږ سترګو ته ورسیږي نو د لیدو حس په وسیله حس کیږي. نوري څپه هم لکه
نورې الکترومقناطیسي څپې له یوه ځایه بل ځای ته انرژي لیږدوي او له پاتې
الکترومقناطیسي څپو سره یې توپیر په دې کې دی چې دغه څپې د سترګو په وسیله د تشخیص
وړ دي. یعنې ټول هغه شیان چې موږ یې وینو په حقیقت کې نورې څپه ده چې په دغه شیانو
لګيدلې، بیرته منعکس شوی، زموږ تر سترګو رسېدلی او د لیدو وسیله شوې.
نوري څپه د
الکترومقناطیسي طیف پرمخ د 400nm او 700nm ترمنځ پرته
ده. یعنې د نور څپه له 400nm څخه تر 700nm پورې د څپې
اوږدوالی لري. په بل عبارت ټولې هغه الکترومقناطیسي څپې چې د څپې اوږدوالی یې مازې
له 700nm ډیر شي د لیدو نه دي او که چېرې د څپې
اوږدوالی یې بیخي لږ له 400nm وړوکی شي بیا هم د لیدو وړ نه دي.
نور یو
مهال ذره ګڼل کېده- د نور ذرويوالی انګلیسي فزیکپوه ایزاک نیوټن پیشنهاد کړی و.
خو په مقابل لورې کې هیوګنز آلماني فزیکپوه وویل چې نور څپهیزه ځانګړنه لري. له
دغه مناقشو ډېر کلونه وروسته یانګ او فرنل د نور د تداخل پدیدې په کشف سره ثابت
کړه چې نور څپهایزه ځانګړنه لري نه ذروي. خو د انشتین له لورې د فوتوالکتریک اثر
له کشف سره بېرته د نور ذرويوالي ته علمي دلایل وړاندې شول او دغه مناقشه بیا را
پورته شوله. تر دې چې ماکس پلانک جرمني فزیکپوه د نور دغه دوه ډوله ځانګړنې سره
توحید کړې او د خپلې W=hf رابطې له مخې یې وویل چې نور هم څپهایز او
هم ذروي ځانګړنې لري. په دغه رابطه کې w فوتون
(کوانتوم انرژي)، h د پلانک ثابت او f د څپې فریکونسي ده.
سره له دې موږ لاهم د
تداخل، استقطاب او تفرق پرمهال د نور څپهایز حالت په پام کې نیسو او د تور جسم د
تشعشع، فوتوالکتریک اثر او کامپتون اثر پر مهال یې بیا ذروي ځانګړنه په پام کې
نیسو.



نظرات
ارسال یک نظر