موږ پوهیږو چې نور څپه ده او د څپې
یوه ځانګړنه دا ده چې د څپې اوږدوالی لري. سپین نور په اوو رنګونو تجزیه کیږي هر
رنګ له ځانه ځانګړی د څپې اوږدوالی لري. په انځور کې وینو چې د سره رنګ د څپې اوږدوالی
تر ټول ډېر دی هر څومره چې کيڼ لور ته ځو په هماغه توګه یې د څپې اوږدوالی کمیږي.
یعنې بانجاني رنګ تر ټول وړه د څپې اوږدوالی لري.
اوس که یوه نوري منبع(د سپین نور
منبع) فرض کړو چې زموږ څخه په نسبي سرعت لرې ځي یا موږ ته نیږدې راځي، په دواړو
حالاتو کې به موږ نوري منبع په کوم رنګ وینو؟ تجربو ښودلې کله چې نوري منبع زموږ
څخه لرې ځي خپره شوې نوري څپه یې کش کیږي او له اصلي حالته اوږدیږي، نو ځکه سره ښکاري (اړونده سپکتر یې سور لور ته خوځیږي).
که همدا نوري منبع په ډېر لور سرعت
زموږ خوا ته راشي. خپره شوې نوري څپه یې تخته(پرس) کیږي او له اصلي حالته لنډیږي،
موږ پوهیږو چې شين رنګ تر ټولو لنډه د څپې اوږدوالی لري. نو ځکه شنه ښکاري( اړونده
سپکتر یې شین لور ته حرکت کوي).
نتیجتاً ویلی شو چې د نوري منبع په
نسبتي حرکت سره د نوري منبع رنګ د اصلي حالت په پرتله توپیر مومي که نوري منبع موږ
ته روانه وي شنه ښکاره که زموږ څخه لرې روانه وي سره ښکاري. دغه اثر ته دوپلر اثر
وايي. کریستیان اندریس دوپلر یو اتریشی ریاضيپوه او فزیکپوه و چې د لومړي ځل
لپاره یې د څپې او نسبتي سرعت دغه اړیکه کشف کړه. ده دوپلر اثر په غږیزه څپه کې کشف کړ.
ده وښودله چې که چېرې یوه غږیزه منبع زموږ لور ته راځي غږ یې زیر کیږي او کله چې
زموږ څخه ځي غږ یې بم حالت نیسي. وروسته بیا دغه اثر نوري څپو ته تعمیم شو.
تاسې هم دا تجربه کولی شی. د یوه فرصت سرک په غاړه ودریږئ او له یوه ملګري مرسته وغواړی چې موټر، په سرعت ستاسې له مخې داسې تېر کړي چې هارن یې هم نیولی وي. دا تجربه وکړئ، خوند به وکړي.




نظرات
ارسال یک نظر