لیک:
ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه:
فهیم سپینغر
ډېر پخوا،
بشر په دې پوه شوی و چې نور په خلا کې په 300000 کیلومتره پر ثانیه څپریږي. که یو ستورمزلی له سپوږمۍ څخه یو نوري
سیګنال را ولیږي، 1.33 ثانیې وروسته به ځمکې ته ورسیږي. لمر له ځمکې څخه 150 میلیون کیلومتره واټن
لري، خو نور یې به 8دقیقو
او 17 ثانیو کې تر موږ پورې را رسیږي. په عملي اصطلاح کې وايي: سپوږمۍ1.33 نوري
ثانیې او لمر 8.33 نوري دقیقې له ځمکې څخه
واټن لري. بېلابېلو تجربو ثابته کړې ده چې د نور سرعت، حد اکثر مطلق سرعت دی، چې
په مرسته یې کولی شو هر ډول سیګنالونه فضايي ستوربېړیو او لرې سیارو ته واستوو. د
لیدو وړ نور، رادیويي څپې او لیزري وړانګې په خلا کې دقیقا د نور د سرعت په اندازه
حرکت کوي.
فضايي
راکټونه او ستوربېړۍ او حتی اتومونه او د موادو لومړني ذرات باید تل له دغه سرعت
څخه کم سرعت ولري. په دې اساس د 23مې
پېړۍ یوه ستوربېړۍ چې ټولې تخنیکي او فني ستونزې یې رفع شوي وي، کولی شي حد اکثر د
نور د سرعت 95 سلنې سرعت سره د (سیروس) یا (وګا) ستوري پر لور حرکت وکړي، خو
هېڅکله به ونشي کولی چې د نور له سرعت څخه په لوړ سرعت حرکت وکړي.
متاسفانه
په ډېرو علمي-تخیلي کتابونو کې چې علمي او څېړنیز اساس نه لري، داسې مسایل دېر مطرح
کیږي او پکې لیکي چې فرضا یوې
ستوربېړۍ د نور له سرعت څخه په لوړ سرعت حرکت وکړ. دا پخپل ذات کې یو غیر علمي، غیر واقعي او ناممکن مطلب
دی.
په لنډ
ډول داسې پایله ترلاسه کوو چې: د نور سرعت، د ټولو څپو لپاره حداکثر مطلق سرعت دی
او ستوربېړۍ هېڅکله نشي کولی سل په سلو کې په دغه سرعت حرکت وکړي. یعنې: «هیڅ شی له نور څخه تیز حرکت نشي
کولی»

نظرات
ارسال یک نظر