لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
انسان معمولاً 70 کاله او ځینې
انسانان 100 کاله ژوند کوي. خو که په یوه ډېره تېزه فضائيبېړۍ کې د (نور) په تقریباً 99.94 سلنه
سرعت په دایروي مسیر حرکت وکړو، ځمکې ته له
بيرته راګرځېدو وروسته، کولی
شو 3398 کال ووینو. په فضاء کې د فضاءمزلي له 68
کاله تېرېدو سره، په ځمکه کې 2000 کلونه تیریږي. یعنې فضاءمزلی به د خپل
سفر له پیل (1398 هجري لمریز کال) څخه یوازې 68
کاله زوړ شوی او ځمکې ته په بېرته را ګرځېدو سره به په ځمکه کې 3398 هجري لمریز کال
وي.
د مخکینۍ فضائي بېړۍ په پرتله په
کم سرعت لرونکې بېړۍ کې که لنډ سفر وشي، نو هغه فضاءمزلی چې 20
کاله عمر ولري په همدې بېړۍ کې له 20 کاله سفر وروسته چې کله بېرته ځمکې ته راګرځي نو 40 کلن
به وي، داسې حال کې چې خپل غبرګولی ورور به یې په ملا کُپ او تقریباً 90 کلن
وي. سلام به ورکوي او په غیږ کې به یې نیسي. دواړه به عجیب احساس لري.
د غبرګونو د سن د توپیر مسئله
یوازې د انشټین د خاص نسبیت تیوري په واسطه نه توضیح کیږي. دغه قضیه کلونه کلونه د
تودو بحثونو او جنجالونو باعث شوې ده. نن کولی شو دغه پدیده په آسانۍ ثابته کړو، د
دغه مسئلې د اثبات لپاره بیا هم موږ اړ یو ترڅو له (میونونو) مرسته وغواړو.
که دغه ذرې د نور د سرعت په 99.94
سلنه په یوه کړۍ کې حرکت وکړي. د کړۍ څخه بهر لیدونکي له نظره یو میون 44
میکرو ثانیې ژوند کوي، که څه هم همدغه (میون) د خپل ځان له نظره 1.5
میکرو ثانیې عمر کوي. بناً څرنګه چې مخکې وویل شول هغه فضاءمزلی چې په فضاء کې 68
کلونه تیروي د ځمکني ناظر له نظره 2000 کاله پرې تیریږي. د دغه میونونو عمر هم په همدې توګه
زموږ په نظر اوږد ښکاري.



نظرات
ارسال یک نظر