رد شدن به محتوای اصلی

آیا یوه مڼه 50 کیلوګرامه وزن درلودلی شي؟




لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپین‌غر

هر جسم چې په یوه ټاکلي سرعت حرکت وکړي، ټاکلې حرکي انرژي لري. یعنې هرڅومره چې د جسم کتله ډېره او سرعت یې زیات وي، دغه انرژي به یې هم ډېره وي. 10 ټنه‌کتله لرونکی موټر چې په یوه ساعت کې 100 کیلومتره سرعت ولري. د یوې 20 ګرامه مرغۍ څخه چې په یوه ساعت کې 20 کیلومتره سرعت ولري؛ ډېره حرکي انرژي لري. یعنې کله چې یو انسان په یوه موټر کې خپله حرکي انرژي ډېروي، په واقعیت کې خپل سرعت ډېروي او کتله یې ثابته وي. مثلاً یو 1000 کیلوګرام کتله لرونکی موټر ولو چې په هر سرعت په حرکت کې وي، کتله به یې هماغه 1000 کیلوګرامه وي. اما په ډېرو پرمختللو فضايي‌بېړیو کې چې تقریباً د نور په سرعت حرکت وکړي کیسه بل شانته کیږي؟
که چېرې وکولی شو تقریباً د نور په سرعت حرکت وکړو، نو د انشټین د تیورۍ او پایلو په اساس کتله به مو هم ډېره شي. د ډیسي(DESY) او سرن(CERN) مؤسسو پوهانو وړو ذرو ته د نور په سرعت تعجیل ورکولو پر مهال د کتلو دغه شان ډېریدل څو څو ځله تجربه کړي او لیدلي.
بېرته به د خپلې فضايي بېړۍ موضوع ته راشو. د انشټین د تیورۍ په اساس که یوه فضايي‌بېړۍ یو ټُن کتله ولري او د نور د سرعت په 80 سلنه سرعت حرکت وکړي، نو کتله به یې 1.7 ټنه شي. که همدغه بېړۍ د نور د سرعت په 99 سلنه سرعت حرکت وکړي، کتله به یې 7.1 ټنه شي؛ او که چېرې د نور د سرعت په 99.999 سلنه سرعت سره حرکت وکړي کتله به یې 224 ټنه شي.
 په همدې دلیل یوه فضايي بېړۍ هیڅکله د نور په سرعت حرکت نشي کولی. کله چې د یوه جسم سرعت دغه سرعت ته رسیږي، کتله یې عملاً بې نهایت ته رسیږي، نو که کتله یې بینهایت زیاته شي، نو د زیاتې کتلې د انتقال لپاره باید لزوماً بې نهایت قوي محرکه قوه ولري، ترڅو وکولی شي بېړۍ ته ډېر تعجیل ورکړي.
په دې اساس ویلی شو چې د یوه جسم کتله نسبي ده او تر لیدونکي پورې اړه لري. که یوه فضایي‌بېړۍ د فضاء‌مزلي لپاره 1000 ټنه کتله ولري او د نور د سرعت په 99 سلنه سرعت حرکت وکړي. د ځمکني لیدونکي لپاره یې کتله 7100 ټنه ښکاري. په دې اساس که یوه مڼه د نور د سرعت په 99 سلنه سرعت سره حرکت وکړي، 50 کیلوګرامه وزن به ولري.

ښکاره خبره ده چې هیڅوک نشي کولی یوه مڼه په دومره لوړ سرعت په حرکت راولي. خو دغه چاره د (بنسټیزو ذرو) لپاره ممکن ده. مثلاً د سویس په (زوریخ پوهنتون) کې الکترونونو ته د نور د سرعت تر 99سلنه سرعت پورې تعجیل ورکړل شوی او د بريښنايي او مقناطیسي میدانونو په مرسته یې له مسیر منحرف کړی. په دغه منحني مسیرونو کې، پوهانو وکولی شول د تعجیل لرونکو الکترونونو کتله اندازه کړي. د دغه تعجیلي الکترونونو کتله د انشټین د وړاندوینې سره سم د بې تعجیله الکترونونو له کتلو سره مساوي وه. د آلمان هېواد د هامبورګ هار په، ډیسي-د بنسټیزو ذرو د څېړلو مؤسسه کې، په ډېره آسانۍ بنسټزو ذرو ته دومره تعجیل ورکوي چې کتله یې د سکون حالت د کتلې په پرتله شپږ زره ځله ډېریږي.



نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...