لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
تیز مزل وهونکي میونونه چې په مخکینۍ
مقاله کې ورته اشاره وشوه زموږ له نظره 80 میکرو ثانیې ژوند کوي، داسې حال کې چې دوی خپل عمر 1.5 میکرو ثانیې احساسوي. نو په دغه کم وخت کې، حتی که دوی وغواړي د
نور په سرعت حرکت وکړي یوازې به 450متر واټن ووهي، نو دوی په خپل دغه کم عمر کې څنګه کولی شي 20 کیلومتره واټن ووهي؟
دلته د نسبیت تئورۍ یوه بله موضوع
په مطلب د پوهېدو لپاره زموږ سره مرسته کوي: هغه جسم چې زموږ څخه په ډېر زیات سرعت
تیریږي، ابعاد یې زموږ له نظره کوچني کیږي او موږ ته واړه ښکاري. دغه پدیدې ته د
(طول لنډوالی) یا د (طول انقباض) وايي. مثلاً که یوه 100 متره طول لرونکې
فضاييبېړۍ زموږ څخه په 95 سلنه د نور سرعت تېره شي، موږ به د دغه
فضاييبېړۍ طول33 متره
ووینو، په بل عبارت د فضاييبېړۍ طول 0.33 ته ټیټیږي.
میونونه هم همدا پدیده تجربه کوي،
د دوی له نظره د ځمکې اتموسفیر تقریباً د نور په سرعت د هغوی له مخې تیریږي او په دې
توګه د ځمکې اتموسفیر دوی ته ډېر لنډ ښکاري. یعنې د تیز مزل وهونکو میونونو لپاره
۲۰ کیلومتره واټن، په 300 یا 400 کیلومتره واټن اوړي. میونونه، 20 کیلومتره ارتفاع چې د هغوی لپاره 300 متره ارتفاع
ته اوښتې (منقبض شوې)، په خپل لنډ عمر کې په ډېره آسانۍ وهلی او ځمکې ته ځان رسولی
شي. ځکه خو وايي فضاء او وخت نسبي دی او تر لیدونکي پورې اړه لري.
په همدې توګه د یوه فضاءمزلي لپاره
چې تقریباً د نور په سرعت حرکت کوي، فضاء تل تر پخوا زیاته منقبض کیږي که څه هم د
فني او تخنیکي اړخه د دغه فرضیې عملي کول د اوس لپاره ممکن نه دي، خو که چېرې عملي
شي د فضاء دغه انقباض فضاءمزلي ته نه منونکي امکانات په لاس ورکوي.
اوس راشئ فرض کړو چې یو فضاءمزلی
په یوه داسې فضاييبېړۍ کې ناست دی چې سرعت یې په هره ثانیه کې 10متره ډېریږي. دا هغه تعجیل دی چې یو فضاءمزلی یې په آسانۍ زغملی شي. په
فضاييبېړۍ کې له څلورو کلونو اوسېدو وروسته د دغه فضاءمزلي عمر څلور کاله
زیاتیږي، داسې حال کې چې په ځمکه کې به 27 کاله وخت
تېر شوی وي. په دغه څلورو کلونو کې به دی (وګا) ستوري ته رسېدلی وي. وګا ستوری26 نوري کاله له ځمکې څخه
واټن لري. شاید پوښتنه وکړئ چې ولو که د نور په سرعت هم حرکت وکړو څنګه کولی شو په
څلورو کلونو کې 26 نوري کاله واټن ووهو؟ دا مسئله امکان لري.
ځکه دغه 26 نوري کاله واټن د فضاءمزلي له نظره ډېر زیات
لنډیږي. بیخي داسې لکه میونونه چې20 کیلومتره واټن په خپل لنډ عمر کې وهي.
په فضاييبېړۍ کې د 8 کلونو تیرولو وروسته د فضاءمزلي په عمر کې 8 کاله
زیاتوالی راځي؛ خو په ځمکه کې به 1500 کاله تېر شوي وي او فضاييبېړۍ به ذَنَب (Deneb) ستوري ته
چې زموږ څخه 1500 نوري کاله واټن لري رسېدلې وي. په دومره
موده کې به د فضاءمزلي ټول نږدې دوستان او همځولي پېړۍ پېړۍ کیږي چې مړه شوي او
هېر شوي وي. په فضاييبېړۍ کې د 15 کلونو تېرولو وروسته به په ځمکه کې 2 میلیون کاله
تېر شوي وي. فضاءمزلی به (اندرومدا) سحابي ته رسېدلی وي. اندرومدا د شېدولار
کهکشان ته ورته یوه منظومه ده چې د ځمکني لیدونکي له نظره 2 میلیون نوري
کاله واټن لري.
دغه واټن د فضاءمزلي لپاره په شدت منقبض
کیږي، داسې چې فضاءمزلي به وايي چې ما هېڅکله د نور له سرعت څخه زیات سرعت نه دی
اخیستی ( په عمل کې د نور په سرعت حرکت ناممکن دی).
بناً، د یوې نوري ذرې یا یوه (نوري
کوانت) لپاره چې دقیقاً د نور په سرعت حرکت کوي، فضاء حتی د صفر تر حده منقبض کیږي
او وخت تقریباً دریږي.


نظرات
ارسال یک نظر