لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
(نور) تل پرته له دې چې له کوم
ځایه یې ګورو په ثابت سرعت خپریږي؛ دغه واقعیت حیرانوونکې پایلې لري چې په (خاص
نسبیت) نظریه کې بیانیږي. په دغه نظریه کې وايي، هغه ساعتونه چې په ډېر لوړ سرعت د
یوه ځمکني لیدونکي له نظره تیریږي، نسبت په ځمکه کې ثابت ساعتونو ته سوکه تیریږي.
مثلاً که یوه ستوربېړۍ په ۹۹.۹ سلنه د نور په سرعت حرکت کې وي او زموږ له مخې تېره
شي. زموږ په ساعت کې به ۲۲ ثانیې تیرې وي، خو د ستوربېړۍ په ساعت کې به یوازې یوه
ثانیه تیره شوې وي. په دې اساس د ستوربېړۍ ساعت نسبت د ځمکې ساعت ته د ځمکني
لیدونکي له نظره ۲۲ ځله سوکه کار کوي.
که څه هم د اوس لپاره نشو کولی دغه
تجربه عملي کړو او شاید هیڅکله یې هم ونشو کولی، خو له دې باوجود دغه پدیده ( د
وخت پړسوب) یا ( د وخت اتساع) ثابت کېدونکې ده. په ډېره لوړه (تقریباً ۲۰ کیلومتره
د ځمکې له سطحې لوړه) ارتفاع کې د (میون) پنامه ذرې د ځمکې د اتموسفیر او کیهاني
وړانګو د متقابل اثر له امله منځته راځي. دغه ذرې ډېر کم عمر لري، وروسته له ۱.۵
میلیون ثانیو یا په بل عبارت ۱.۵ میکرو ثانیو له منځه ځي. په واقعیت کې که چېرې میونونه
د نور په سرعت هم د ځمکې په خوا راشي، نو باید اصلا د ځمکې سطحې ته و نه رسیږي،
بلکې د ۴۵۰ متر واټن له وهلو وروسته باید له منځه ولاړ شي. خو له دې سره سره ډېري
دغه ذرې د ځمکې سطحې ته ځان را رسوي. دا کار څنګه امکان لري؟
نسبیت تئوري دغه پوښتنې ته ځواب
وايي: له دې چې دغه ذرې تقریبا د نور په سرعت حرکت کوي، نو د ځمکني لیدونکي له
نظره د دوی لپاره وخت سوکه کیږي. مثلاً کله چې د دوی لپاره ۱.۵ میکرو ثانیې وخت
تیریږي، د ځمکني لیدونکي لپاره ۸۰ میکرو ثانیې تیریږي؛ نو دا د میون له عمر څخه
ډېر زیات عمر دی، په پایله کې وایو چې هغوی کولی شي مخکې له منځه تللو څخه ځمکې ته
ورسیږي. د میون دغه تجربه، د انشټین د تیورئ د سموالی یو له لومړیو دلایلو څخه
ده؛ که څه هم ډېر کلونه وروسته پوهانو د نسبیت تیورئ د سموالي لپاره نور ډېر دلایل
هم وړاندې کړل.

نظرات
ارسال یک نظر