د نوي کال په لمانځلو سره په حقیقت
کې موږ په ناخودآګاه ډول یوه ډېره جالبه فضائي پدیده لمانځو. دغه پدیدې ته پسرلنی
اعتدال (Vernal Equinox) وايي. ښه پوهیږو چې ساینس یو عملي علم دی. ساینسي علوم
تر ډېره په مشاهده استوار دي او
لابراتوار ته اړتیا لري. نو لزوماً
ستورپوهنه باید تر ټولو لرغونی او مورنۍ تجربي علم وي. ځکه لومړنی طبیعي علم دی چې
د بشر له پیدایښته مخکې یې لابراتوار جوړ و. یعنې آسمان یې لابراتوار و. نو لومړیو
انسانانو ډېر پخوا په آسمان کې د لمر حرکت څارلو.
دوی په دقت د ورځې او شپې د اوږدوالي بدلون تشخیص کړی و. دوی په دې پوه شوې و، چې لمر په بېلابېلو ورځو کې په آسمان کې متفاوت حضور لري. مثلاً په توده هوا کې به لمر ډېر وخت د ورځې آسمان کې حاضر و. بالمقابل په سړه هوا کې به لمر کم وخت په آسمان کې پاتې کېدو. حتی پخوانیو انسانانو هغه دوې ورځې چې لمر به په آسمان کې تر ټولو ډېر او تر ټولو لږ وخت تېرولو ثبت کړې وې. دغه دوې ورځې د ژمي او اوړي لومړۍ ورځې وې. په همدې توګه په یوه کال دوې داسې ورځې هم تثبیت شوې وې چې په آسمان کې د لمر د شتون او نه شتون موده به پکې مساوي وه. یعنې دا هغه وخت وه چې د شپې او ورځې اوږدوالی پکې مساوي وي. دغه دوې ورځې د پسرلي او مني لومړۍ ورځې دي. موږ نن چې د حمل لومړۍ ورځ ده په پسرلنۍ اعتدال کې یو. له دې چې ژمۍ د کښت له اړخه تر ډېره بې ثمره او بې ګټې موسم دی، نو د دغه پسرلني اعتدال په را رسېدو سره به زیاتره کروندګرو دغه ورځ لمانځله؛ ځکه خو په ځینو تمدنونو کې دغه ورځ لا هم د نوي کال/نوې ورځې/نوروز/سیزدهبدل په توګه لمانځل کیږي. پښتو شاعرانو هم دغه اعتدال ته شعرنه ویلي چې د بېلګې په توګه د یوه نامعلوم شاعر شعر را اخلو:

ویل مې زلفې دې پر مخ ولې تاویږي
ویل یې نوروز ده شپه او ورځ سره
سمیږي
له دې چې د شاعر نوم مې نه دی زده
هېله ده عفو راته وکړئ، دا شعر مې د زده کړو په وخت کې یاد کړی و، وی نه توبه د بدیع او بیان استادې راباندې په زور یاد کړی و.
نوی کال او اعتدال مو مبارک شه، کاشکې سږ کال له هره اړخه یو معتدل کال ولرو نه افراطي.

نظرات
ارسال یک نظر