لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
که موږ یوې ډېرې چټکې ذرې ته انرژي
ورکړو، نو کتله به یې ډېره شي. له دې اصل څخه انشټین دغه پایله ترلاسه کړه چې کتله
د انرژۍ یو بل شکل دی. څرنګه مو چې مخکې ولیدل، په یوه ډېره چټکه فضاييبېړۍ کې د محرکه
قوې انرژي، په حقیقت کې کېدای شي په کتله واوړي. بیخي داسې لکه برېښنايي انرژي چې
په تودوخه اوړي. انشټین د خپلو نظریو په لړ کې وویل، چې برعکس باید وکولی شو له
کتلې څخه هم انرژي ترلاسه کړو. دغه مطلب د فزیکي قوانینو په E=mc2 مشهور فرمول کې بیانیږي. یو m کتله لرونکی
جسم کولی شي په E اندازه انرژي واوړي. د دغه انرژي اندازه، د جسم
د کتلې او د نور د سرعت د مربعې له ضربولو څخه ترلاسه کولی شو. لمر او اتومي بم د
همدې اصل په اساس یعنې په انرژۍ، د مادې/کتلې اوښتلو په اساس انرژي خپروي.

نظرات
ارسال یک نظر