لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
ستر فزیکپوه البرت انشټین په ۱۸۷۹
کال کې د جرمني په اولم ښار کې وزېږېد، په مونیخ ښار کې ستر شو او په پنځلس کلنۍ
کې سوئس ته ولاړ. په ۱۹۰۲ میلادي کال کې دغه محجوب او شرمېدونکي ځوان د بُن ښار د
اختراعاتو د ثبت په اداره کې د درېیم درجه کارپوه په توګه دنده پیل کړه. په هغه
وخت کې هیچا فکر نه کاوه چې درې کاله وروسته به، نوموړی د خپلې (نسبیت تئورۍ) او
نورو علمي کارونه په مرسته ټولې نړیوالې معادلې بدلوي.
۱۹۰۵ کال به د نوي فزیک په تاریخ
کې تر ټولو مهم کال پاتې شي. انشټین په دغه کال کې نه یوازې ( خاص نسبیت تئوري) د
علم نړۍ ته وړاندې کړه، بلکې د دوو نورو کارونه په مرسته یې د اتومي او ذرهيي
فزیک بنسټ هم کېښود.
انشټین ډېر ژر نړیوال شهرت او
اعتبار ترلاسه کړ. په ۱۹۱۴ کې یې د (کایزر ویلهم) فزیک مؤسسې مسئولت ومنلو. په
۱۹۱۵ کال کې یې (عام نسبیت تیوري) مطرح کړه او په ۱۹۲۱ کال کې په فزیک کې د نوبل
جایزه ترلاسه کړله. انشټین په ۱۹۳۳ کال کې له ډېرو نورو پوهانو او لیکوالانو سره
جرمني چې هغه مهال د څېړنو نړیوال مرکز و، پرېښود او امریکې ته کډه شول.
د ځینو خلکو له نظره، اتومي بم چې
په دویمه نړیواله جګړه کې استعمال شو او ظاهراً د انشټین د عقاید پر اساس جوړ شوی
و، د دغه ستر فزیکپوه په علمي کارونو بد سیوری وغورځوو.
انشټین د خپل عمر وروستي کلونه د
امریکې په پرنسټون ښار کې تېر کړل. ده په دغه ښار کې خپل ډېر وخت د خپلې تئورۍ( د
ټولو طبیعي قوو وحدت) په بشپړولو کې تېر کړ. البرټ انشټین د ۱۹۵۵ کال د اپریل په
۱۸ مړ شو.
*ژباړن: البرت انشټین شدیداً په
سوسیالیزم باورمند و، او دغه انساني فکر ته یې د امپریالیزم په قلب( امریکې) کې د
خپل وس مطابق هڅې وکړې.




نظرات
ارسال یک نظر