لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
د لمر دننه شرایطو په هکله تصور نشو
کولی. داسې شرایط دي چې د تودوخې درجه پکې 15 میلیون
سانتیګراد ده او 200میلیارد اتموسفیر یې اتموسفیري فشار دی. په بل عبارت
داسې شرایط لري چې پکې د هایدروجن هستې په هیلیوم اوړي. د څو تعاملاتو په پایله کې
د هایدروجن له هرو څلورو هستو څخه د هېلیوم یوه هسته جوړیږي. د هیلیوم دغه هسته د
څلورو هایدروجنونو له هستو څخه کمه کتله لري. یعنې د دغه تعامل په پایله کې یو
شمېر کتله له منځه تللې یا د انشټین د فورمول له مخې په انرژي اوښتې. دغه عملیې ته
هستوي ویلېکېدل یا هستوي یوځای کېدل وايي. لمر په هره ثانیه کې 564 میلیون ټنه هایدروجن د سونتوکو په توګه مصرفوي او 560 ټنه هیلیوم ترې جوړوي. د دغه تعامل په پایله کې پاتې 4 میلیون ټنه مواد، چې د سونتوکه 0.7 سلنه جوړوي
په انرژي اوړي او په نهایت کې د نور او تودوخې به توګه خپریږي. که څه هم زموږ لمر ډېرو
سونتوکو ته اړتیا لري، خو بیا هم کولی شي د 10 میلیاردو
کلونو لپاره وځلیږي تر اوسه پورې یې د عمر 5 میلیارده کلونو تېر شوي. په دې اساس لمر اوس د خپل عمر
سفر نیمايي برخه وهلې.

نظرات
ارسال یک نظر