لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
طبیعت په حد اکثر سرعتونو کې، د
تصور خلاف کړنه کوي. د وړو ذرو او ستر جاذبوي میدان درلودونکې نړۍ کې، زموږ او
تاسې د تخیل او درک قوه بې وسه کیږي. په تر ټولو تېز، تر ټولو ستر او تر ټولو
وړوکي مقیاس کې داسې طبیعي حوادث دخالت لري، چې تصور یې هم نشو کولی، خو د اعدادو
او ریاضياتو په ژبه دغه حوادث کولی شو بیخي توصیف کړو. د دې کار لپاره بېلابېلې
تئوريګانې او نظریې شته دي:
په ډېر ساده او لنډ ډول کولی شو
ووایو چې ( د انشټین خاص نسبت) تئوري ډېر لوړ سرعتونه تر بحث لاندې نیسي او وايي
چې مکان، زمان او کتله نسبي دي یا په بل عبارت تر لېدونکو پورې اړه لري.
(د انشټین عام نسبیت) تئوري پر
مکان او زمان د سترو کتلو اغیز بیانوي، په ځانګړي توګه هغه حوادث بیانوي چې په
سترو جاذبوي میدانونو کې پېښیږي. د وړو ذرو د بیان لپاره د نسبت تئورۍ تر څنګ له
(کوانتوم تئورۍ) څخه هم مرسته اخیستل کیږي.

نظرات
ارسال یک نظر