لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
تر اوسه مو تر ډیره د انشټین د خاص
نسبیت تیورۍ مسائل بیان کړل؛ د ستر جاذبوي میدانونو او زیات تعجیلونو په باب مو خبرې
نه وې کړې. د انشټین (عام نسبیت تئوري) دغه موضوعات څېړي او د (خاص نسبیت تئورۍ)
په اندازه جالبه او حیرانوونکې تئوري ده؛ خو له بده مرغه باید وویل شي چې درک او
پرې پوهه ډېره زیاته ستونزمنه ده. د دغه تئورۍ یوه مهمه نظریه دا ده چې: په سترو
جاذبوي میدانونو کې ساعتونه سوکه کیږي او په وړو جاذبوي میدانونو کې ساعتونه چټک
حرکت کوي. نن سبا دغه نظریه په الوتکو کې د اتومي ساعتونو په مرسته کولی شو ثبوت
کړو.
د هغه الوتکې اتومي ساعت چې د ځمکې
له سطحې څخه 10 کیلومتره لوړه آلوزي، د ځمکني اتومي ساعت په
پرتله ډېر تیز حرکت کوي؛ ځکه چې د ځمکې په سطحه کې جاذبه قوه، پر الوتکه باندې د
جاذبې قوې په پرتله ډېره ده. باید وویل شي چې په دغه تجربه کې د وخت تفاوت ډېر کم
وي.
د وخت د بدلون/تفاوت مسئله هغه
مهال واضیح کیږي چې تصور وکړو یو فضاءمزلی د یوې ډېرې متکاثفې کتلې ( لکه تورې
سمڅې) شاوخوا تاویږي. تورې سمڅې ستر جاذبوي میدانونه لري او په دې توګه ساعتونه
پکې ډېر زیات سوکه کیږي؛ په دې توګه د ځمکني لیدونکي له نظره د فضاءمزلي ژوند ډېر
سوکه کیږي.
د ناسا څېړونکي چې د رادیويي
وسایلو په ذریعه د دغه فضاءمزلي د بدن تعاملات څېړي، ویني چې د قلب ضربان یې هر شل
دقیقې وروسته یو ځل درزیږي. باالمقابل د فضاءمزلي له نظره د ځمکې ساعتونه ډېر چټک
تاویږي. هر 90 ثانیې وروسته یوه ورځپاڼه چاپیږي. د آلمان د
شوری (بونډستاګ) ټاکڼې به هر پنځه اونۍ وروسته ترسره کیږي. په فضايي بېړۍ کې د 4 اونیو
له اوسېدو وروسته به په ځمکه کې د فضاءمزلي ټول همځولي مړه شوي وي. یعنې که
فضاءمزلی په توره سمڅه کې یوه میاشت واوسي، په ځمکه کې به اتیا کاله تېر شوي وي.
که انسان کولی شوی چې په یوه ستر
جاذبوي میدان درلودونکي آسماني جسم (مثلاً نیوتروني ستوري) کې واوسي؛ یوه کاري ورځ
به یې زموږ له یوې کاري ورځې سره توپير درلود:
د نیوتروني ستوري اوسېدونکی هر ورځ
خپل کارځای ته چې د یوه آسمانڅکي دېرشم پوړ کې دی خیژي او اته ساعته کار کوي. اته
ساعته وروسته بېرته اول پوړ ته را ښکته کیږي دفعتاً متوجه کیږي چې په لومړي پوړکې د
زیاتې جاذبې له وجهې یو ساعت تېر شوی. په بل عبارت د ده لپاره به کاري ورځ له 9 بجو
پیل شوې او په لسو بجو ختمه شوې وي.
باید وویل شي چې په دېرشم پوړ کې
چې په دغه شخص اته ساعته تېر شوي، واقعاً یې اته ساعته کار هم کړی او د خپل عمر
اته ساعته یې له لاسه ورکړي. په دې اساس موږ دې پایلې ته رسیږو چې موږ د خپل ځان
له نظره 70 تر 90 کلونو پورې
عمر کوو، داسې حال کې چې د نورو منظومو د اوسېدونکو له نظره ممکن 10 ثانیې یا 10000 کاله عمر وکړو.
په سترو جاذبوي میدانونو کې د فضاء
یا وخت انحنا ډېره جالبه ده. که یو انسان په نیوتروني ستوري کې ژوند وکړي، کولی شي
د خپل ولیو منځ وویني؛ ځکه له ده څخه خپور شوی نور په منحني مسیر د ستوري شاوخوا
څرخېږي او بېرته یې تر سترګو کېږي. دغه پدیده کېدای شي په ډېر آسانۍ ثابت شي.
انشټین په خپل وخت کې د دې لارښوونه کړې وه چې څرنګه کولی شو دغه مسئله ثبوت کړو.
د دې موخې لپاره راشئ یوه ډېره نادره طبیعي پدیده چې په 1378 کال کې په
جرمني کې پېښه شوه وڅېړو: یوه بشپړه لمر نیونه چې پکې لمر په بشپړ ډول د سپوږمۍ په
مرسته پټ شو او تیاره خوره شوه، ځینې ستوري د ورځې په آسمان کې راښکاره شول.
انشټین وړاندوینه کړې وه چې کله چې د لرې پرتو ستورو نور د لمر له څنګه تیریږي د
لمر د جاذبه قوې میدان تاثیر پرې کوي او د نور مسیر ته یې انحنا ورکوي په دې صورت
کې هغه ستوري چې د لمر ترشا پراته وو او موږ ته باید د لیدو وړ نه وی، د دغه پدیدې
په اساس ولیدل شول؛ حتی د نور د مسیر د انحنا اندازه دقیقاً د انشټین د وړاندونیې
مطابق وه.
ژباړن: په نیوتروني ستوري کې د
اوسېدو په صورت کې به ( خپل عیب د ولیو منځ) متل ډېر بې مفهومي وي.

نظرات
ارسال یک نظر