لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
سلګونو تجربو ثابته کړې چې نوري
څپې شته دي. دغه څپې د اوبو او غږ څپو برخلاف په خلاء کې هم خپریږي. د لیدو وړ نور،
له سرهلاندېڅپې، ایکسڅپې او دې ته ورته نورې څپې د الکترومقناطیسي څپو په کورنۍ
پورې اړوند دي. د سره نور د څپې اوږدوالی د شنه نور په پرتله لوړه ډېر دی. له سره
لاندېڅپې د څپې اوږدوالی په خپل وار سره د سرې څپې څخه ډېر دی.
د اوسنۍ پېړۍ تر پیل پورې انسانانو
چې کومه ذهني پوهه د نور له څپهایز حالته
درلوده نو داسې یې انګیرله چې د نور په ټولو ځانګړنو پوه شوي دي؛ خو د
پلانک او انشټین په څېر سترو فزیکپوهانو له را پیدا کېدو سره دغه تصور بدل شو. دوی
وښودله چې د تر ټولو وړو او تر ګردو چټکو ذرو په نړۍ کې زموږ د تخیل، درک او
استنباط قوه کار پریږدي او طبیعت په دې باب د هغه څه برخلاف عمل کوي چې موږ یې
تصور کوو. انشټین په دې پوه شو چې: د الکترومقناطیسي څپو اړوند انرژي، تل په وړو ټولګو
یا پاکټو کې لیږدول کیږي، یا په اصطلاح په ټاکلو (کوانتونو) یا ذرو کې لیږدول کیږي
چې (فوتون) یا (نوريذرې) ورته وايي. په لنډه توګه ویلی شو چې د تجربې او آزموینې
ډول ته په کتو (نور) کولی شي د څپې یا ذرې په توګه څرګند شي.
هرڅومره چې د نور د څپې اوږدوالی
لنډ وي، د اړونده نوريذرې انرژي یې ډېره وي. د شنه نور د څپې اوږدوالی د سره نور
د څپې د اوږدوالي په پرتله لنډه ده؛ په همدې دلیل د شنه نور فوتونونه د سره نور د
فوتونونو په پرتله ډېره انرژي لري. ایکسڅپې( ایکسرې) نسبتاً لنډې د څپې اوږدوالی
لري؛ نو بناً د ایکسڅپو فوتونونه ډېره انرژي لري؛ د ډېرې انرژۍ درلودلو له امله د
ایکسڅپو فوتونونه د انسان په بدن کې تر ډېره ننوځي او ډاکټران د ایکسڅپو له دغه
ځانګړنې څخه د ناروغانو د ماتو هډوکو په تشخیص کې ګټه اخلي.
نورېذرې یا فوتونونه د اتومونو یا
الکترونونو په شان کتله نه لري او تل د نور په سرعت حرکت کوي. شاید ډېره ستونزمنه
وي چې د داسې کتله نه لرونکو ذرو په شتون باور وکړو، چې له ځانه سره انرژي لیږدوي.
یا دا چې نور باید یو ځل د څپې او بیا د ذرې په شان څرګندیږي. دغه ځانګړنه د شلمې
پېړۍ د نويفزیک له ځانګړنو څخه ده. موږ کولی شو د ریاضیاتو په مرسته په اتومونو کې
بدلونونه محاسبه کړو. د دې کار لپاره معادلې هم شته دي چې په مرسته یې د نوريذرې
انرژي د اړونده څپې له اوږدوالي څخه محاسبه کوي؛ خو زموږ تصور او تخیل ډېري وخت د
ډېرو وړو او ډېرو چټکو ذرو د طبیعي تحولاتو د درک لپاره محدود او ناتوانه دی.
شاید زموږ مغز او نتیجتاً زموږ
تصور او تخیل د اتوم او کیهان د مسئلو د درک لپاره، نه و طرح شوی؛ بلکې شاید یوازې
د دې لپاره جوړ شوی و ترڅو خپله ډوډۍ ترلاسه کړی شو، د اوسیدو لپاره سمڅه تشخیص
کړی شو، زمري ته ورته خوړونکي حیوانات تشخیص کړو او په دې توګه د هغه شیانو شننه،
تحلیل او ارزونه وکړو چې یو سانتیمتر، یو متر یا یو کیلومتر اندازه لري او نشي
کولی په ساعت کې له ۱۰۰ کیلومتره څخه تیز سرعت ولري.


نظرات
ارسال یک نظر