لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
ډېر وخت کیږي چې انسان په دې
پوهیږي چې ټول مواد له بنسټیزو ذرو یا کیمیاوي عناصرو څخه جوړ شوي دي. له دغه
موادو څخه کولی شو د وسپنې یا د یورانیم مثال راوړو. د وسپنې تر ټولو وړه ذره، د
وسپنې یو اتوم دی. د یورانیم تر ټولو وړه ذره د یورانیم اتوم دی. خالصه وسپنه،
یوازې د وسپنې اتومونه لري او خالص یورانیم یوازې د یورانیم اتومونه لري.
اتومونه بیلابېلې کتلې لري. تر ټول
سپک اتوم د هایدروجن اتوم دی. د وسپنې اتوم د هایدروجن د اتوم په پرتله ډېر دروند
دی او د یورانیم اتوم د وسپنې د اتوم په پرتله ډېر دروند دی-یعنې کتله یې ډېره ده.
اتوم کلمه له یوناني کلیمې څخه اخیستل شوې چې د
نه ماتېدونکي معنی لري.
![]() |
| د هایدروجن اتوم واقعي اخیستل شوی انځور |
اوس پوهیږو چې اتوم هم ماتېدونکی
دی او کولی شو په وړو ذرو یې وویشو. مثلاً کولی شو د وسپنې اتوم په وړو برخو
وویشو، خو ماتې شوې برخې یې د وسپنې ځانګړتیا نلري او نشو کولی د وسپنې نوم پرې
کیږدو. ځکه خو اوس د کیمیا په ډېرو کتابونو کې اتوم داسې تعریفیږي:
اتوم د یوه کیمیاوي عنصر تر ټولو
وړو او بنسټیزه ډبره ده، چې د اړوند عنصر ټولې ځانګړتیاوې لري او په وړو ذرو د
ویشلو په صورت کې دغه ځانګړتیا له لاسه ورکوي.
اتوم د ټولو هغه شیانو په پرتله چې
موږ سر او کار ورسره لرو، ډېر زیات وړوکی دی. د اتوم قطر تقریباً 1/100000000 یا 10-8 سانتیمتره دی. د یوه مثال په راوړو سره به پوه شۍ چې
اتوم څومره ووړ دی. په ځمکه کې کابو شپږ میلیارده خلک اوسي که هر تن یو اتوم فرض
کړو او له دغه اتومونو یو زنځیر جوړ کړو، د دغه زنځیر اوږدوالی شاید 50 سانتیمتره نشي.

نظرات
ارسال یک نظر