لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
اتومونه کولی شي د سترو ذرو د
جوړولو په موخه له یوه بل سره یو ځای شي او مالیکولونه جوړ کړي. مثلاً د اوکسیجن
دوه اتومونه یو ځای کیږي د اوکسیجن یو مالیکول جوړوي. په طبیعت کې ډېري وخت داسې
هم کیږي چې د بېلابېلو عناصرو اتومونه د یوه مالیکول په شکل له یوه بل سره یو ځای
کیږي. تر ګردو ښه مثال یې د اوبو مالیکول دی چې له یوه اتوم اوکسیجن او دوو
اتومونو هایدروجن څخه جوړ شوی. یا مثلاً د امونیا مالیکول چې له یوه اتوم نایتروجن
او درې اتوم هایدروجن څخه جوړ شوی.
اوبه او امونیا د اوکسیجن او کاربن
په څېر کیمیاوي عناصر نه دی، بلکې د بېلابېلو عناصرو کیمیاوي ترکیبونه دي. د دغه
ترکیب تر ټولو وړه ذره مالیکول نومیږي. بیخي د اتوم په څېر که چېرې مالیکول مثلاً
د اوبو مالیکول تجزیه کړو د اوبو ځانګړنه له لاسه ورکوي او یوازې جوړونکي ذرې یې (
اوکسیجن او هایدروجن) پاتې کیږي، چې په اصل کې د اوبو هیڅ راز ځانګړنه نه لري.
مالیکولونه هم د اتوم په څېر ډېر زیات واړه دي. په یوه ګیلاس اوبو کې تقریباً 6000000000000000000000000 یا 6*1024 د اوبو مالیکولونه وي. که دغه مقدار اوبه په مساوي توګه
په ټولو سمندرونو او سیندونو وویشو، نو د سیند په هر لیتر اوبو کې به د ګیلاس د
اوبو څو زره مالیکوله پراته وي.
ژباړن: په لنډ ډول که ووایو اتوم د عنصر تر ټولو وړه ذره
چې د اړوند عنصر ځانګړنې لري او مالیکول د مرکب تر ټولو وړه ذره د چې د اړوند مرکب
ځانګړنې لري.

نظرات
ارسال یک نظر