لیک: اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
یوه پېړۍ پخوا ارنسټ رادرفورد په
انګلستان کې داسې مطلب کشف کړ چې د اوسني اتومي فزیک بنسټ جوړوي. دغه انګریز
فزیکپوه د طلا یوه نازکه پاڼه په الفا ذرو بمبارد کړه، ترڅو د اتوم دننه برخې
وپېژني. که په دغه پاڼه کې مواد په مناسب او یو شان ډول ویشل شوي وي، نو الفا ذرې
به په خپل اصلي مسیر حرکت وکړي، که څه هم په دې حالت کې د الفا ذرو سرعت کمیږي. د
الفا تقریباً ټولې ذرې په همدې توګه عمل کوي. د رادرفورد په تجربه کې ډېر لږ شمېر
ذرې له خپل مسیر څخه منحرف شولې، بیخي داسې لکه له یوه واړه او دروند توپ سره چې
ټکر شوي وي. رادرفورد له دغه تجربې پایله ترلاسه کړله چې: تقریباً د طلا اتوم ټوله
کتله په یوه وړه هسته کې راغونډه شوي. په دې توګه د اتوم هسته کشف شوله.
نن موږ د اتوم په جوړښت سم پوهیږو.
اتوم د یوه واړه لمريزنظام په شان دی. د اتوم په مرکز کې یوه ډېره وړه هسته پرته
ده چې د برېښنا له اړخه مثبت چارج لري او تقریباً د اتوم ټوله کتله جوړوي. د دغه
هستې پر شاوخوا د «الکترون» پنامه وړې او دېرې سپکې ذرې چې د منفي چارج لرونکي دي،
حرکت کوي.
د درنو فلزاتو اتومونه په واقعیت
کې سفنج ته ورته جوړښت لري. یعنې تقریباً له تشې فضاء څخه جوړ شوي. که د اتوم هسته
د ګیلاس په اندازه فرض کړو، د اتوم جوړښت ( د الکتروني مدارونو سره یې) تقریباً د
کولن ښار دُم کلیسا په اندازه به وي. د اتوم د هستې قطر 1/1000000000000 یا 10-12 سانتيمتره دی. په بل عبارت د اتوم 100 میلیارده
هستې که د یوه بل تر څنګ فرض کړو، نو یو میليمتر طول لرونکی زنځیر به جوړ کړي.
تر ټولو ساده اتوم، د هایدروجن
اتوم دی. په دغه اتوم کې یو الکترون د یوې دېرې وړې هستې پر شاوخوا تاویږي. په
عادي شرایطو کې دغه الکترون له هستې څخه 5*10-9 سانتي متره
یا د یوه سانتي متر پنځه میلیاردمه برخه واټن لري. دغه الکترونونه کولی شي له هستې
څخه په نسبتاً لرې مدارونو کې هم واقع شي. په دې صورت کې د اتوم او لمریز نظام
ترمنځ ورته والی له منځه ځي. د الکترون حرکت یوازې د ځانګړو او ټاکلو مدارونو
شاوخوا یا د انرژي په ټاکلو سویو کې وي، داسې حال کې چې سیارې له لمر څخه په هر
واټن کې کولی شي حرکت وکړي. مثلاً که یو الکترون له یوه بهرني مدار څخه، په بل عبارت
د لوړې انرژيلرونکې سویې څخه نني مدار یا کمې انرژيلرونکي سویې ته راشي؛ نو یو
شمېر انرژي به د ذرې یا (نوري کوانت) یا فوتون په توګه خپره کړي. له دې چې د انرژۍ
سویې ټاکلې دي، نو ټاکلي اندازه انرژيلرونکي ذرې خپریږي. په بل عبارت د څپې ټاکلی
اندازه اوږدوالی به خپریږي، چې انسان کولی شي له مخې یې په ټول کیهان کې یو اتوم
هایدروجن یې له مخې وپېژني. دغه مطلب د ټولو کیمیاوي عناصرو لپاره صدق کوي او د
طیفپېژندنې علم اساسي موضوع ده. د دغه طریقې په مرسته موږ کولی شو پوه شو چې د
لمر په اتوموسفیر کې څه ډول اتومونو موجود دي. که یو الکترون له لوړ مدار څخه ښکته مدار ته را کوزیږي مثلاً که یو الکترون له 3 مدار څخه 1 مدار ته راکوز شي، په دې صورت کې یو شمېر انرژي د نوريذرې یا فوتون په شکل خپروي.

نظرات
ارسال یک نظر