رد شدن به محتوای اصلی

آیا الکترونونه واقعاً وړې سیارې دي؟



لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر

ژباړه: فهیم سپین‌غر

تر اوسه مو ولیدل چې په هایدروجن اتوم کې، الکترون د اتوم هستې ته تر ټولو نیږدې مدار کې چې د سانتي‌متر پینځه میلیاردمه برخه واټن لري تاویږي. د بوهر اتومي موډل کې، د هایدروجن اتوم د هستې او الکترون ترمنځ واټن 5.29*10-9 سانتي‌متره ذکر شوی. له بل پلوه ولیدل شول چې اتوم او لمریزنظام بیخي سره ورته نه دي. الکترونونه کولی شي د انرژۍ په ټاکلو سویو کې څرګند شي. د انرژیو دغه سویې په سیاره‌يي مدارونو کې په 1,2 او 3 مدارونو پېژندل کیږي. په هر صورت، یو الکترون هیڅکله د تل لپاره دقیقاً له هستې څخه 5.29*10-9 سانتي‌متره واټن نلري، دغه قیمت یو منځنی قیمت دی.

که د اتوم د هستې شاوخوا برخې په درېیو سیمو وویشو: لومړۍ سیمه 5*10-9 سانتي‌متره شعاع لرونکی توپ دی، دویمه سیمه له 5. *10-9 څخه تر 10*10-9 سانتی‌متره واټن پورې ده، درېیمه سیمه د اتوم د هستې پاتې برخه ده. په عادي حالت کې، په 32% اتومونو کې الکترونونه په لومړۍ سیمه کې، په 44% اتومونو کې په دویمه سیمه کې او په 24% اتومونو کې په درېیمه سیمه کې پراته دي. په یوه ټاکلي اتوم کې په احتمالي ډول ویلی شو چې همدا شیبه الکترون په کومه سیمه کې دی. مثلاً کولی شو ووایو په لومړی سیمه کې د الکترون د موجودیت احتمال 32% دی. که څه هم مداري موډل یو بشپړ موډل نه دی، خو د لومړیو ګامونو او د اتوم په هکله د ساده تفکر لپاره یو عملي موډل دی؛ ځکه خو مو څو ځله له همدې موډله کار اخیستی.
باید په یاد ولرو چې په اتومي‌مقیاس کې انسان نشي کولی د طبیعت کړنې په بشپړ ډول درک کړي. یوازې دومره کولی شي چې ځینې ځانګړنې یې د موډل په توګه وښیي- یعنې موډل هېڅکله د اصلي حالت بشپړ ځانګړنې نه لري. د نور ذره‌يي او څپه‌ییز ماهیت در په یاد کړئ؛ څرنګه چې د نور څپه‌يیزه تئوري د نور ټولې ځانګړنې نشي بیانولی، په همدې توګه د اتومونو مداري موډل هم نشي کولی د اتوم ټول ماهیت بیان کړي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...