ریچارد ډاکِنز(26/march/1941) یو بریتانیوی تکامليبیولوژيپوه، لیکوال او رسنیزه څېره ده.
ریچارد د اکسفورد پوهنتون، د ساینس عامه پوهاوي برخې پروفیسور دی. ډاکِنز په تکامل
نظریه، دین او فرهنګي تکامل یې ډېر کتابونه لیکلي. دی د میتافزیکي باورنو کلک منتقد
او په دین نا باوره ساینسپوه دی. نوموړی وايي: «دین
پرته له شواهدو د باورونو توجیه کول دي او بس». د
ده ډېرې څېړنې او لیکنې د دین او ساینس حوزې د فعالینو ترمنځ د مناظرې د خامموادو
په توګه کاریږي. ډاکِنز د بیولوژي په زولوژي برخه کې لیسانس(1962)، ماستري او
دوکتورا(1966) د اکسفورد پوهنتون په بالیول کالج کې کړې. د
ډاکِنز مشهورې تلویزیوني خپرونې/فلمونه (د دلیل دښمنان) او ( د خرافاتو رېښه) نومیږي. ریچارد
ډاکنز په 2013 کال کې د پروسپیکت مجلې له لورې د نړۍ لومړی
متفکر او اشرفغني احمد زی د نړۍ دویم متفکر اعلان شول.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...




نظرات
ارسال یک نظر