لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
موږ نشو کولی «کوارک»
ووینو. خو کولی شو موجودیت یې د بېلابېلو تجربو په مرسته ثابت کړو. بیخي داسې لکه
د اتوم هستې. د دې کار لپاره هغه تجربه ترسره کوو چې رادفورد د اتوم د هستې په اړه
کړې وه. موږ پروتونونه په ډېر تعجیل لرونکو الکترونونو بمباروو.
په دغه تجربه کې
ډېري الکترونونه پخپل مسیر حرکت کوي. خو ځینې یې بیا بیخي له مداره وځي. له مسیره د
ځینو الکترونونو انحراف داسې دی ته به وايي چې د پروتون د ننه یې له ډېرو وړو توپونو
سره ټکر کړی. دغه واړه توپونه په واقعیت کې هغه کوارکونه دي چې په لټه کې یې وو.
یوې دقیقې څېړنې ښودلې چې پرتون په مجموع کې له درېو دغه بنسټیزو ډبرو(کوارکونو)
جوړ شوی.


نظرات
ارسال یک نظر