لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
د اتوم هسته له دوه ډوله ذرو جوړه
شوې چې «پروتون» او «نیوترون» ورته وايي. دواړه ذرې تقریباً مساوي کتلې لري او کابو 2000 ځله له الکترون څخه درنې دي. پروتون مثبت چارج لري، د چارج عددی
اندازه یې د الکترون د چارج په اندازه ده، خو په دې توپير سره چې د الکترون چارج
منفي دي. نیوترون یې له نومه ښکاري چې بریښنايي چارج نلري او خنثی دی. پروتون او
نیوترون ته «نوکلئون» هم
وايي چې د اتوم بنسټیزې ډبرې معنی لري. د الکترونونو او پروتونونو د برېښنايي چارج
اندازې ته «بنسټیزچارج» وايي.
![]() |
| دغه انځور د هیلیون اتوم د الکترونونو ورېځ او په مرکز کې یې هسته ښيي چې دوه پروتونه او دوه نیوترونونه لري. |
د یوې هستې د پروتونونو شمېر موږ
ته ښيي چې دا هسته په کوم عنصر پورې اړه لري. مثلاً د هایدروجن اتوم 1 پروتون لري،
د کاربن اتوم 6 پروتونونه لري او د یورانیم اتومونه 92 پروتونونه په خپله هسته کې لري. په یوه ټاکلي عنصر کې د نیوترونونو
شمېر کولی شي ثابت نه وي او بدلون وکړي. مثلاً د هایدروجن اتوم هستې، صفر نیوترون،
یو نیوترون او دوه نیوترونونه لري؛ چې د هایدروجن «ایزوتوپونه»
ورته وايي. که د یوه اتوم هسته 6 مثبت پروتونونه ولري، شپږ 6 الکترونونه
به یې شاوخوا تاویږي. په دې توګه به دغه اتوم د برېښنايي چارج له اړخه خنثی وي. که
یو اتوم خپل یو الکترون له لاسه ورکړي، نو 6 پروتونونه
او 5 الکترونونه به پاتې شي. په دې صورت کې ویل
کیږي چې دغه اتوم +1 برېښنايي چارج لري او دغه چارج لرونکي اتوم
ته «ایون» وايي.
ډېرې اتومي هستې، په سپکو هستو د اوښتلو لپاره له ځانه الفا (د هیلیوم هستې)،
بیتا ( الکترونونه) او ګاما (فوتونونه) وړانګې خپروي. د هستې دغه کړنې یا ځانګړنې ته «رادیواکتیویتي» وايي.

نظرات
ارسال یک نظر