لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
وړاندې مو وویل چې د مادې بنسټیزو
او وړو ذرو د څېړلو لپاره، ډېر تعجیللرونکو ذرهيي څپو ته اړتیا لرو. دغه ذرهيي
څپې باید د نور په سرعت حرکت وکړي او له ځانه سره زیاته انرژي ولیږدوي. دغه ذرې د
مادې ننیو برخو د تشخیص او رادیوسکوپۍ لپاره د سونډ (Sonde) په توګه
کاریږي. مثلاً زیات تعجیل لرونکي الکترونونه، پروتونونه ته په دېر سرعت ورخوشي
کوي، تر څو د پروتون د ننه ننوځي او د پروتونونه ننۍ جوړښت وپېژني. بیخي داسې لکه
ډاکټران چې د انسان بدن ته ایکسشعاع ورکوي ترڅو د بدن ننۍ برخې مطالعه کړي.
د مادې د څېړلو لپاره بله طریقه هم
شته ده. په دغه طریقه کې ډېر تعجیل لرونکي الکترونونه او پروتونونه له نورو ذرو
سره په دېر سرعت ټکروي. یا دا چې ډېر تعجیل لرونکي ذرې له یوه بل سره ټکروي. له
ډغه ټکر څخه ترلاسه شوې انرژۍ بیا د نورو ذرو په جوړولو کې چې تر اوسه نه دي
پېژندل شوي، کاروي. دا کار ځکه ممکن دی چې موږ وړاندې وویل چې ماده په انرژي او
انرژي په ماده اوړي. موږ د دغه تجربو لپاره هغه چارجلرونکو ذرو ته اړتیا لرو چې
ډېر تعجیل ولري. دغه ذرې په (لوړهانرژي تعجیلورکوونکو) سیستم کې تولیدیږي او بیا
د زیات سرعت ورکولو په موخه تعجیل ورکول کیږي.

نظرات
ارسال یک نظر