لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
بشر تر ډېره داسې ګومان کاوه چې
پروتونونه او نیوترونونه بنسټیزي ذرې دي چې د الکترون په څېر ننی جوړښت نلري او په
دې توګه نه ماتېدونکي دي. خو د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته نن پوهیږي چې «نوکلئونونه» یا
په بل عبارت «پروتونونه» او «نیوترونونه» هم په خپل وار له وړو ذرو جوړ شوي. دغه ذرې د «کوارک»
پنامه یادیږي. تر اوسه شپږ ډوله کوارکونه پېژندل شوي. له دغه کوارکونو
څخه دوه ډوله یې د معمولي ثابت موادو په جوړېدو کې مهم نقش لري. دغه دوه ( uکوارک)
او ( dکوارک) نومیږي. u د (UP) مخفف دی چې
د لوړ معنی لري او d د (down) مخفف دی چې
د ښکته معنی ورکوي.
د یوه الکترون برېښنايي چارج منفي 1 دی (-1=الکترون)، ( uکوارک) 2/3+ چارج لري او ( dکوارک)
-1/3 چارج لري. پروتون چې مثبت چارج لري، له دوو
( uکوارکونو) او
یوه ( dکوارک) څخه جوړ شوی. ځکه خو یې چارج مثبت 1 دی:
2/3+2/3-1/3=+1
برعکس، یو نیوترون له دوو ( dکوارک) او یوه ( uکوارک)
څخه جوړ شوی، چې برېښنايي چارج یې مساوي دی په:
-1/3-1/3+2/3=0
که په اتومونو کې اړیکې او نسبتونو
مهم دي، نو دغه نسبتونه په کوارکونو کې لا ډېر مهم دي. مثلاً کوارکونه هیڅکله په
یوازې سر څه نشي کولی، بلکې د یوه شي د جوړولو لپاره باید په 2 یا 3 ډلو کې
واوسي. هغه ذرې چې له دوو کوارکونو جوړې دي د میزون (Meson) پنامه
یادیږي. هغه ذرې چې له درېیو کوارکونو جوړې دي د باریون (Baryon) پنامه
یادیږي. کوراکونه د برېښنايي چارج ترڅنګ یو بله مرموزه ځانګړنه هم لري. دغه
ځانګړنه یې د رنګ درلودل دي. د رنګ له اړخه کوارکونه په (سره)، (زرغون) او (شنه)
رنګونو ویشل شوي. البته دغه رنګونه حقیقي رنګونه نه دي. بلکې له رنګ څخه یې موخه د
دوی برېښنايي چارج دی. په دې اساس په طبیعت کې خپلواکه او معلق ذرې باید خنثی رنګ
یا په بل عبارت سپین رنګ ولري. مثلاً یو سور کوارک، یو زرغون کوارک او یو شین
کوارک یو درېګونی ګروپ په جوړوي، ترڅو پروتون منځته راولي.
څنګه چې د رنګینکمان د رنګونو له
ترکیب څخه سپین رنګ منځته راځي، د کوارک له درېګونو رنګونو څخه هم سپین رنګ منځته
راځي. او په دې توګه یوه ثابت ذره منځته راولي. اما کېدی شي یو «سور»
کوارک له یوه «د سور ضد» کوارک سره یوځای شي. سور او د سور ضد یو بل له منځه وړي
او خنثی رنګ جوړوي. له دې چې له دوو کوارکونو جوړې ذرې (میزونونه)، له مادې او د
مادې له ضده جوړې شوي، نو ډېر ژر له منځه ځي؛ ځکه خو وايو میزونونه ثابت نه دي.
دغه ټول مطالب داسې را لنډوو:
کوارکونه هېڅکله په طبیعت کې د خپلواکو ذرو په توګه نشته. له دوو کوارکونو څخه ذرې
(میزونونه) منځته راتللی شي، خو دغه ذرې ثابت نه دي. برعکس له دریو کوارکونو جوړې
ذرې ثابتې ذرې دي، لکه پروتونونه او نیوترونونه. انسان، ځمکه او کهکشانونه له
درېیو بنسټیزو ذرو جوړ شوي چې د uکوارک، dکوارک او الکترون پنامه یادیږي. مثلاً یو 30 کیلوګرامه ماشوم له 2.8*1028 uکوارکونو،
2.6*1028 dکوارکونو او 1028 الکترونونو څخه جوړ شوی. 1028 په دې معنی چې د 1 عدد مخې ته 28 صفرونه دي.
کوارکونه نوکلئونونه جوړوي،
نوکلئونونه یو ځای کیږي هسته جوړوي. هستې او الکترونونه یوځای کیږي اتومونه منځته
راولي. اتومونو له یوه بل سره یوځای کیږي واړه او غټ مالیکولونه جوړوي-مثلاً د
اوبو مالیکول یا د چرګې د هګي سپینه برخه جوړوي.
میلیاردونه مالیکولونه یوځای کیږي،
زموږ د بدن حجره جوړوي. او د هر انسان بدن له میلیاردونو حجرو جوړ دی. بناً سره له
دې چې انسان، ژوی، بوټي، سیارې او ستوري ظاهري توپیرونه لري، خو ټول بیا یوازې له 3 بنسټیزو ذرو
جوړ شوي دي. دغه ذرې uکوارکونه، dکوارکونه او الکترونونه دي.

نظرات
ارسال یک نظر