لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
آلبرت انشټین په خپل وخت کې ډېره
هڅه وکړه ترڅو د طبیعت ټولې قوې په یوه لومړنۍ قوه کې را ټول کړي. د ده له مړیني 30 کاله وروسته فزیکپوهان په دې وتوانیدل ترڅو وښيي په زیاته انرژي
او د تودوخه په لوړه درجه کې د الکترومقناطیسي قوي او ضعیفي قوې ترمنځ توپير له
منځه ځي. امکان لري چې په بیخي زیاته انرژي او د تودوخي بېحده لوړه درجه کې د قوي
قوې او ضعیفي قوې ترمنځ هم توپیر له منځه لاړ شي. په دې توګه به د لیپتونونه او
کوارکونو ترمنځ هم توپیر له منځه ولاړ شي او موږ به یوه لومړنۍ ذره او یو قوه ولرو.
دغه روابط نشو کولی تر ټولو سترو
تعجیل ورکوونکو په مرسته هم منځته راولو. خو «د
قوو د وحدت» فرضیه له سترې چاودنې وروسته د لږ وخت لپاره ممکن وه. دا
دقیق هغه مهال و چې کیهان ډېر کوچنی، له اوره ډک او ډېره انرژي درلودله. د وړو ذرو
په نړۍ کې، د څېړنې لپاره لا هم ډېر موضوعات شته. مثلاً د 21 پېړۍ
فزیکپوهان کولی شي دا پوښتنه مطرح کړي چې ایا کوارکونه او الکترونونه له وړو ذره
جوړ شوي که نه؟ تر څو چې دغه پوښتنې ته ځواب موندل کیږي موږ باید په لاندې
مسئله اکتفاء وکړو:
12 ډوله بنسټیزې ذرې (6 ډوله کوارکونه
او 6 ډوله لیپتونونه) شته دي. له دغه ذرو څخه
یوازې 3 ذرې د نړۍ په جوړېدو کې نقش درلود.

نظرات
ارسال یک نظر