لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
موږ پوهیږو چې الکترومقناطیسي څپې
چې د لیدو وړ نور یې هم جز دی، کله د څپې او کله د ذرې په توګه عمل کوي. همدغه
قاعده یوې بنسټیزي ذرې ته چې څپه یې زیات تعجیل لري، هم صدق کوي. الکترونونه په
زیاترو تجربو کې ذرهيي کړنې ښيي، خو ځینې تجربې بیا ښيي چې الکترون څپه غوندې عمل
کوي. دلته مو هم پام کيږي چې د هغه موډلونو په مرسته چې موږ د وړو ذرو نړۍ څېړو. ټول
حقایق نشي توضیح کولی، بلکې یوازې د حقایقو یوه برخه توضیح کولی شي. لنډه دا چې
الکترون هم ذره دی هم څپه.

نظرات
ارسال یک نظر