لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
د بنسټیزو ذرو ترمنځ څلور ډوله قوې
عمل کوي، دغه قوو ته بنسټیزې یا لومړنۍ قوې وايي:
1.
د کوارکونو قوي قوه چې د «رنګ
قوې» پنامه هم یادیږي؛ دنده لري ترڅو د کوراکونو د جلا کېدو
مخه ونیسي. حتی له هسته څخه بهر وتلو مخه یې نیسي. د کوارکونو قوي قوه یا قوي قوه
د ګلوئون (Gluon) ذرو په مرسته عمل کوي او لیږدول کیږي. دغه
ذرې د کوارکونو ترمنځ پرواز کوي. دغه قوه د کوارکونو ترمنځ د سریښ په شان عمل کوي.
هغه هستوي قوه چې د اتوم په هسته کې نیوترون او پروتون یوځای ساتي. په واقعیت کې
بنسټیزه قوه نه ده. بلکې هغه قوه ده چې د کوارکونو له رنګقوې (قوي قوې) څخه منځته
راغلې.
2.
الکترومقناطیسي قوه. هغه مهال راڅرګندیږي چې د برېښنايي
چارجونو بحث رامنځته شي. مثبت چارج لرونکې ذرې د مثبت چارج لرونکو ذرو لخوا دفع کیږي
او منفي چارج لرونکې ذرې یې جذبوي. دغه قوه د فوتونونو یا نوري ذرو په مرسته
لیږدول کیږي. یعنې فوتونونه د چارج لرونکو ذرو ترمنځ پرواز کوي او د د چارجلرونکو
ذرو د یوځای کیدو لامل کیږي.
3.
ضعیفه قوه. ډېرې ذرې پاسنیو دوو قوو(د کوارک قوي قوې او
الکترومقناطیسي قوې) ته هیڅ راز غبرګون نه ښيي. دا هغه ذرې دي، چې نه برېښنايي
چارج لري او نه رنګ. د دغه ذرو لپاره ځانګړې قوه شته ده چې په لنډو واټنونو کې له
استثناء پرته په ټولو ذرو اغیز کوي. دغه قوه چې «ضعیفهقوه»
نومیږي د ویکیون (Weakon) په مرسته لیږدول کیږي.
4.
جاذبه قوه. دغه قوه ټولې کتله لرونکې ذرې جذبوي. خو د
دریو پاس یاد شوو بنسټیزو قوو په پرتله دومره ضعیفه ده چې بیخي سترګې پرې پتیږي.
له دې چې دغه قوه په لرو واټنونو کې عمل کوي، نو په ستورپوهنه کې ډېر اهمیت لري.

نظرات
ارسال یک نظر