نېل ډیګراس ټایسن امریکايی
ستورفزیکپوه، کیهانپوه، سیارهيي ساینسپوه، لیکوال او ساینس عامونکی دی. ټایسن د
کارل سیګن مستقیم شاګرد او د سیګن د مکتب لاروی دی. په هاروارډ، تیکزاس او کولمبیا
پوهنتونونو کې یې زده کړې کړي. په نیویارک ښار کې د هایډِن پلانټریم رئیس دی. سر
بېره پر دې د پلانټري سوسایټي رئیس، مرستیال او د بورډ مشر هم پاتې شوی. ټایسن
رسنیزه څېره ده. په پيبيایس تلویزیون کې یې د «نووا» پنامه خپرونه درلودله، د
ستارټاک پنامه اونیزه پاډکاسټ خپرونه یې پرمخ بووله او په نشنلجیوګرافي تلویزیون
کې د کازموس پنامه د نړۍ تر ټولو زیاته جالبه علمي خپرونې کوربه و. د یادونې وړ ده
چې د کازموس خپرونې لومړۍ فصل ډېر مخکې په دیارلسو برخو کې ثبت او خپور شوی و،
دویم فصل یې څه موده مخکې ثبت او خپور شو. په نچرلهسټري مجله کې کالم لیکونکی او
د دې ترڅنګ د ډېرو مشهورو کتابونو لیکوال دی. په ۲۰۰۶ کال کې یې وویل چې پلوتو
سیاره نه ده او باید د لنډیوسیارو (Dwarf
Planet) په ډله کې
راوستل شي؛ د ستورپوهنې نړیوالې ادارې (IAU) د پلوتو په
هکله د ټایسن ارزونې تائید کړې. په ۲۰۰۱ کې د ستورپوهنې نړیوالې ادارې 1994KA آسمانيتيږه د ټایسن پنامه یعنې 13123Tyson ونوموله. تر لسو ډېرو نړیوالو پوهنتونونو د ده د هڅو په ویاړ افتخاري
ډاکټري ورکړې. ټایسن په دین نا باوره فزیکپوه دی. واده یې کړی دوه اولادونه لري.
ده خپله مېرمن د لومړي ځل لپاره په فزیک ټولګي کې لیدلې وه.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...





نظرات
ارسال یک نظر