لیک: داکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
یو منفي چارج لرونکی الکترون، د
مثبت چارج لخوا جذبیږي او منفي چارج یې دفع کوي. د دغه ځانګړنې په کارولو سره کولی
شو د الکترون تعجیل له مخکیني حالته ډېر کړو. دا کار داسي کوي چې د الکترون مخکې
یو مثبت چارج او شا ته یې منفي چارج تولیدوي.
په خطي تعجیل ورکوونکو کې الکترونونه
له پرلپسې فلزي سلنډرونو تېروي. د یوه متناوب برېښنايي ساحې په جوړولو سره داسې
شرایط منځته راوستلی شو چې تل د الکترون مخکې سلنډر مثبت چارج ولري او د الکترون
شاته سلنډر منفي چارج ولري. هغه سلنډر چې ذره ترې تېره شوې وي، ذره مخته ټيل وهي
او هغه سلنډر چې ذره ور روانه وي ذره ځانته را کاږي، په دې توګه د ذرې تعجیل او
حرکي انرژي هره شیبه وروسته زیاتیږي. په همدې توګه نورو ذرو ته هم تعجیل ورکول
کیږي.
په «سینکروتون الکتروني» تعجیل
ورکوونکو کې چې په «دسي» مؤسسه کې دی. الکترون ته لومړی په یوه خطي تعجیل ورکوونکي
کې تعجیل ورکوي، وروسته یې بیا یوه حلقوي تعجیل ورکوونکي ته لیږدوي. د حلقوي تعجیل
ورکوونکي قطر له سل متر څخه زیات دی او د یوه حلقوي تونل په ډول دی. په دغه تونل کې
د الکترون سرعت د څو میلیون ولټي برېښنايي ساحې تر اثر لاندې په پرلپسې توګه
زیاتیږي. د دې لپاره چې الکترونونه له حلقوي مداره بهر نشي او په مدار کې پاتې شي.
د تونل په اوږدو کې یې مقناطیسي پلونه جوړ کړي. بالاخره دغه تعجیل لرونکي
الکترونونه په کنترول شوي ډول له حلقوي مسیره بهر کیږي او د بېلابېلو څېړنو لپاره
کاریږي. په دغه ډول څېړنو کې تعجیل لرونکي الکترونونه په نورو ذرو باندې چې
اصطلاحاً موخه(Target) نومیږي شړل کیږي او ټکر ورسره کوي.
الکترونونه په حلقوي مسیر کې تقریباً د نور تر سرعت پورې تعجیل اخلي یا په بل
عبارت د ثانیې په زرمه برخه کې ۳۰۰ کیلومتره واټن وهي. په دغه حالت کې یې کتله څو
زره ځله ډېریږي.
حلقوي تونل کې تعجیل لرونکې ذرې له
یوه بل سره ټکر کیږي او حلقوي تونلونه د دې کار لپاره دېر مؤثر دي. هغه حرکي انرژي
چې د دوو ذرو د ټکر له امله منځته راځي د پېژندل شوو او ناپېژندلو بنسټیزو ذرو په
منځته راتګ کې زموږ سره مرسته کوي.



نظرات
ارسال یک نظر