لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
زموږ کمرنګه شنه سیاره به، تقریباً
5 میلیارده کاله نوره هم د لمر پر شاوخوا
وڅرخي. وروسته له دغه مودې به لمر د خپل عمر په پای کې د یوه پوقانې په توګه
پړسېدلی وي او په یوه ستر سور رنګه ستوري به اوښتی وي. په دې ترڅ کې به لمر عطارد
او زهره سیارې په خپل ځان کې هضم کړي. ځمکه به تر 1000 درجې د
سانتيګراد توده شي. د ژوندانه ټول آثار به وختي له منځه تللي وي او د سمندرونو
اوبه به بخار شوي وي. دا چې د زموږ سیاره د لمر د مړینې پر مهال د عطارد او زهرې
په شان له منځه ځي که نه، دا لا معلومه نه ده. خو دا ښکاره ده چې یو ژوندی موجود
هم د لمر د مړیني شاهد نشي کېدلی. په هر سر موږ ته د بقا ډېر وخت راکړل شوی. که
بشریت تر راتلونکو 5 میلیون کلونو پورې په دغه سیاره کې ژوند
وکړی شي، لمر به د دغه وخت په پرتله زر ځله زیات عمر وکړي. په هر صورت 5 میلیارده کاله وروسته به د وچې، سوزنده او
پړسېدلې ځمکې پر آسمان ډېر ستر لمر راخیژي او لویږي.

نظرات
ارسال یک نظر