ماکس پلانک آلمانی نظري فزیکپوه او د کوانتوم میخانیک مؤسس دی. نظري فزیک ته یې ډېر کار وکا او د انرژۍکوانتونو د کشف له وجهې د نوبل جایزه ورکړل شوله. پلانک له یوې سنتي روشنفکره کورنۍ څخه و. پلرنی نیکه او غور نیکه یې په
ګوتینګن کې د دینیاتو پروفیسور او یو تره یې قاضي و. ماکس پلانک په موسیقی پوهېدو
سندرې او اوپِرا یې کمپوزولې، پیانو، چِلو او ارګن یې غږولی شوی. ماکس پلانک د هلمهولتز،
کرشهوف او وایرشتراس شاګرد و. پلانک په ۱۸۸۷ کې له ماري میرک سره واده وکړ او څلور
اولاده یې درلودل. ماري د توبرکلوز ناروغۍ له وجهې په ۱۹۰۹ کې مړه شوه، نو ځکه په ۱۹۱۱ کې پلانک دویم واده وکړ، له دویمې ښځې (مارګا) څخه یې یو اولاد درلود. پلانک
تر ډېره د انشټین ملاتړی و او تر هغه یې د انشټین ملګری کوله تر څو چې انشټین
المان پرېښود او امریکا ته ولاړ. ماکس پلانک هم د انشټین په څېر د هتلر فاشستي
رژیم منتقد و او له همدې وجهې په ژوند کې ډېر وځورید.
لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپینغر هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستارتریک، د ساینسفیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟ که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکهمرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...






نظرات
ارسال یک نظر