لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
د اتم پړاو په پیل کې نړۍ له
هایدروجني وریېځو ډکه وه. له دغه وریېځو څخه کهکشانونه منځته راغلل. په دغه
کهکشانونو کې له سترو ګازي وریېځو ستوري پیدا شول. د ستورو د منځته راتګ دغه مسیر
اوس هم لیدلی شو. هغه ګازي وریېځې چې ستوري جوړوي له یو بل سره یوځای او متراکم
کیږي، وروسته بیا د ډېرې تودې ګلولې په توګه اوړي. که نننۍ تودوخه یې دومره ډېره
شي چې هستوي تعاملات پکې وشي، نو په واقعیت کې یو لمر منځته راغلی.
زموږ له خلقت مخکې ډېر شمېر سترو
ستورو ژوند کړی او مړه شوي. دغه ستورو په خپل مرکز کې د کاربن او وسپنې په شان
درنې هستې تولید کړي، دغه ستوري د خپل ژوندانه په پای کې چاودلي او خپل عناصر یې
فضا ته شړلي، دا کار په خپل ذات کې د سیارو د منځته راتګ او ځمکني ژوندیو موجوداتو
ته ورته ژوندانه اساسي علت ګڼلی کیږي.
په لومړنۍ وریېځو کې د هایدروجن او
هیلیوم سربېره د درنو عناصرو لکه د سیلیزیم او اکسیجن اتومونه هم شته وو. دغه
اتومونو د لومړنیو ستورو میراث و. دغه لومړنۍ وریېځې متکاثفې، متراکمې او په خپل
شاوخوا په څرخېدو شولې... بالاخره په یوه مسطح، ګرده او صافه صفحه واوښتلې. د دغه
صفحې په مرکز کې لمر منځته راغی او په بهرنیو برخو کې یې سیارې او سپوږمۍ جوړې
شوې.



نظرات
ارسال یک نظر