لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
که د نړۍ پیل یوه نقطه وي، نو نشو
کولی په آسانۍ د کهکشانونو د سرعت او واټن له مخې د کیهان عمر وټاکو. موږ دقیقاً
نه پوهیږو چې د کهکشانونو د تېښتې سرعت په کوم شدت دریږي یا سوکه کیږي. دا خبره په
کیهان کې د مادې په کثافت پورې اړه لري. هرڅومره چې دغه کثافت ډېریږي، په کیهان کې
د شته موادو د بېرته راغونډېدلو سرعت زیاتیږي؛ نتیجتاً د کیهان انبساط سوکه کیږي.
متاسفانه په کیهان کې د شته موادو په هکله د انسان معلومات دقیق نه دي. په همدې
دلیل د نړۍ د عمر په هکله چې ارقام وړاندې کیږي دقیق نه وي. سربیره پر دې، ان د
شیدو لار کهکشان د لرې واټنونو په محاسبه کې د تېروتنې احتمال ډېر دی.
سره له دې، ټول پوهان د نړۍ د زیات
عمر په هکله همنظره دي. دوی په دې باور دي چې کیهان 10 تر 20 میلیارده کاله پخوا منځته راغلی. دغه رقم د ځمکې له عمر سره چې
ځمکپوهانو 4.6 میلیارد کاله اټکل کړی یا د سپوږمۍ تیږو او
آسماني تیږو له عمر سره چې 4-5 میلیارده کاله اټکل شوی یا د تر ټولو لرغونو
سترو د عمر سره چې 10 میلیارده کاله دی، سر خوري/تطابق کوي.

نظرات
ارسال یک نظر