لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
یوازې ستوري حرکت نه کوي،
کهکشانونه هم حرکت کوي. زموږ ځیني ګاونډي کهکشانونه په ډېر سرعت زموږ خوا ته را
روان دي او ځیني یې په ډېر سرعت زموږ څخه لرې ځي. مثلاً اندرومدا کهکشان په ثانیه
کې په 270 کیلومتره سرعت موږ ته را لنډیږي، بالمقابل ماژالان
سحابي(Magellanic cloud) زموږ څخه په همدې سرعت لرې ځي. د کهکشانونو
د نږدې کېدو او لرې کېدو سرعت زیاتي د وړاندویني او پرتلې وړ دی. ستورپوهان دې
پایلې ته رسېدلي چې ټول لرې پراته کهکشانونه زموږ څخه د لرې کېدو په حال کې دي او
هرڅومره یې چې زموږ څخه واټن ډېر وي په هماغه تناسب یې سرعت هم دېر وي. البته دا
په دې معنی نه ده چې د شیدولار کهکشان د کیهان مرکزي نقطه ده. بلکې که له هر ځایه وګورو
زموږ څخه به کهکشانونه لرې ځي. په دې اساس پایله ترلاسه کوو چې:
کهکشانونه په ډېر سرعت له یوه بله
لري کیږي، فضا پراخیږي او نړۍ انبساط کوي.
که مثلاً دوه د شېدولار کهکشانونه
په پام کې ونیسو چې 1.5 میلیارده نوري کلونه واټن ولري او د نور
لسمه برخه سرعت باندې حرکت وکړي. په دې صورت کې 15 میلیارده
کاله پخوا دغه کهکشانونه باید بیخي یوه بل ته لنډ وی ( البته د سرعت کموونکو
عواملو په نه پام کې نیولو سره). همدې ته ورته محاسبې ټولو کهکشانونو ته کولی شو.
نو دې پایلې ته رسیږو چې اوسنی نړۍ باید 10 تر 20 میلیارده کاله مخکې متکاثفه او توده وی، چې جوړونکي اجزا یې د
لومړنۍ چاودنې په پایله کې له یوه بله لري شوي دي. په بل عبارت باید د ستر خلقت یا
ستره چاودنه شوې وي.


نظرات
ارسال یک نظر