لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
د دې لپاره چې له سترې چاودنې
وروسته د لومړیو ثانیو په هکله یا د لومړیو ثانیو د اجزاوو په هکله پوه شو، نو
باید ستورپوهانو ته نه، بلکې د ذرهیي فزیک متخصصینو ته مراجعه وکړو. ځکه دوی د
مادې او وړانګوونو په باب په غیر عادي او سختو شرایطو کې څېړنې او تجربي کوي. دغه
پوهان د خپل کار لپاره له ډېرو سترو او ډېرو وړو اعدادو څخه استفاده کوي. سربېره
پر دې په مخکینیو برخو کې په تفصیل پوه شوو چې له کافي اندازه انرژي لرونکو وړانګو
څخه کولی شو ماده او له مادې څخه کولی شو وړانګه منځته راولو. اوس به هغه اندونه
او فکرونه وڅېړو چې د نړۍ د لومړیو ثانیو یا د نړۍ د ځوانۍ په اړه دي. د کیهان
تاریخ معمولاً په اتو بېلابیلو او غیر مساوي پړاونو ویشل کیږي:
لومړی پړاو: ( له صفر څخه تر 10-43 ثانیې پورې)
لا روښانه نه ده چې د ثانیو په
لومړیو اجزاوو کې کوم شیان په له اوره ډکه ګلوله واوښتل تر څو کیهان منځته راولي.
د دغه وخت لپاره چې د تودوخې درجه دومره لوړه وه چې د تصور وړ نه وه، هیڅ معادله
او یا د اندازهنیونې فورمول کار نه ورکوي.
دویم پړاو: ( له 10-43 ثانیې تر 10-32 ثانیې پورې)
په دغه وخت کې د وړانګو د ټکر له
امله د مادې لومړني اجزا (کوارکونه، الکترونونه او اړوند ضدونه یې) منځته راغلل.
ځینې ذرې بیا له یوه بل سره د ټکر له امله بېرته له منځه ولاړې او په وړانګه
واوښتلې. په ډېرو لومړیو شیبو کې ډېرې درنې X -ذرې هم
کېدی شي منځته راغلې وي. د دغه ذرو جالبه ځانګړنه دا ده چې د تجزیې پر مهال یې د
مادې ضد په پرتله ډېره ماده تولیدوله، مثلاً د انتيکوارک په پرتله یې ډېر
کوارکونه جوړول. X -ذرې چې د ثانیې په هماغه لومړیو اجزاوو کې
منځته راغلې وې، موږ ته یې ډېر مهم میراث پرېښود هغه میراث: د مادېضد په پرتله
د مادې زیاتوالی و.
درېیم پړاو: ( له 10-32 ثانیې تر 10-6 ثانیې پورې)
په دغه وخت کې کیهان د کوراکونو،
لپتونونو، فوتونونو او نورو ذرو ډک و. دغه ذرو یو بل له منځه وړل او منځته یې
راوړل. د دې ترڅنګ ډېر چټک یې خپله تودوخه له لاسه ورکوله.
څلورم پړاو: ( له 10-6 ثانیې تر 10-3 ثانیې پورې)
په دغه پړاو کې تقریباً ټول
کوارکونه او د کوارکونوضد د وړانګو په توګه په انرژي واوښتل. له دې چې د تودوخې
درجه له پخوا کمه شوې وه، نو په کمه تودوخه کې نشوی کېدی نوي کوارکونه منځته راشي.
خو له دې چې د کوارکونو د ضد په پرتله د کوارکونو شمېر زیات و، ځینو کوارکونو
ځانته انتي کوارک پیدا نشوی کړی او همداسې پاتې شول. بناً هر درې کوارکونه سره یو
ځای کېدل یو پروتون یا یو نیوترون یې جوړولا او په دې توګه په دغه پړاو کې د
راتلونکو هستو بنسټیزې ډبرې جوړې شوې.
پنځم پړاو: ( له 10-3 ثانیې تر 100 ثانیې پورې)
په دغه پړاو کې الکترونونه او د
الکترونونو ضد (پوزیترونونه) له یوه بل سره د ټکر له امله په وړانګه اوښتل. له دې
چې د مادې شمېر د مادې د ضد په پرتله ډېر و، نو ځینې الکترونونه په خپل حال پاتې
شول. دغه الکترونونو وروسته بیا اتومي مدارونه جوړ کړل.
شپږم پړاو: ( له 100 ثانیې تر 30 دقیقې پورې)
په دغه پړاو کې چې تودوخه هغه حد
ته رسېدلې وه چې اوس د ستورو په هسته کې وي، د سپکو اتومونو لومړۍ هستې مثلاً د
هېلیوم ثابتې هستې د هستوياتحاد (فیوژن) له امله منځته راغلې. د درنو اتومونو لکه
وسپنې او کاربن هستې په دې پړاو کې منځته نه دي راغلي. یعنې په لومړیو کې یوازې
دوه اساسي او سپک عناصر(هایدروجن او هیلیوم) شته و.
اووم پړاو: (له 30 دقیقو تر یو میلیون کلونو پورې)
وروسته له دې چې 300000 کلونه تېر شول، کیهان خپله تودوخه دومره له لاسه ورکړې وه چې د
اتومونو هستې او الکترونونو دا مجال ترلاسه کړی و چې له یوه بل سره یوځای شي. په 3000 درجې د سانتیګراد کې اتومونو او الکترونونو له یو بل سره یو ځای
کیږي او بیا نه بېلیږي. نو د ذرو هغه مخلوط چې پخوا په سترګو نه لیدل کېدا اوس د
لیدو وړ شوی و. دا هغه پړاو دی چې د ستورپوهانو امکانات او توانایي پکې کاریږي.
ستورپوهان چې کله د سترو او پرمختللو تلسکوپونو په مرسته لرې واټنونو... بالاخره د
کیهان لومړني تاریخ ته ګوري، یو له اوره ډک دیوال ګوري چې 3000 درجه د سانتيګراد
تودوخه لري او د کیهان شاوخوا راتاو دی. البته دغه دیوال زموږ څخه په دومره سرعت
لرې روان دی چې نشو کولی خپرې شوې وړانګې یې ووینو، یوازې رادیويي څپې چې یو شان د
څپې اوږدوالی لري موږ ته را لیږي.
اتم پړاو: ( له یو میلیون کاله تر
اوسه پورې)
له هایدروجني ورېځو د شیدولار
کهکشان، ستوري او سیارې منځته راغلې. د ستوري په منځ کې د درنو اتومونو لکه
اوکسیجن او وسپنې هستې تولید شوې، چې وروسته بیا د ستورو د چاودنې په پایله کې
فضاء ته خپرې شوې او د نورو ستورو، سیارو او ژوندانه په منځته راتګ کې وکارېدلې.

نظرات
ارسال یک نظر