لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپينغر
دې پوښتنې ته متاسفانه اوس هم ځواب
نشو ورکولی. ډېري پوهان داسې فرضوي چې که څه هم کیهان حد او پوله نه لري خو بیا هم
پای لرونکی دی، په دې صورت کې کیهان به یو وخت یو بل ته جذب شي. مثلاً یو پلاستیکي
توپ د مږي لپاره چې حرکت پرې کوي حد او پوله نلري، خو په هر حال د دغه توپ سطحه
پای لرونکې ده. که دغه مږی په مستقیم خط مخ پر وړاندې ولاړ شي، بالاخره یو وخت به
بېرته د پیل نقطې ته ورسیږي. بیخي په همدې ډول فضاييبېړۍ چې په مستقیم خط حرکت
کوي، پرته له دې چې پولې ته ورسیږي کولی شي یو وخت بېرته د پیل نقطې ته ورسیږي. د
دې فرضيې پر اساس که څه هم نړۍ نامحدوده او بې پولې ده، خو بېنهایت ستره نه ده.
کیهان باید ټاکلې فضا ولري، بیخي داسې لکه یو پلاستیکي توپ چې ټاکله فضا لري.
په هر حال تر اوسه پورې د اندازه
نیونو پایلې ښيي چې نړۍ بېنهایت ستره ده، اما په دې باب نهايي او قاطع خبره لا نه
ده شوې.

نظرات
ارسال یک نظر