لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
د اوسنی علمي سطحي له مخې باید فرض
کړو چې نړۍ ابدي انبساطي حرکت کوي. په دې صورت کې به ډېر کلونه وروسته ټول ستوري
مړه شي. لمریز او سیارهيي نظامونه به له منځه ولاړ شي. او کهکشانونه به په یوه ستره
توره سمڅه کې جذب شي. په نویو فرضیو کې ادعا شوې چې وروسته له تقریباً 6*1030 کلونو به پروتونونه چې موږ یې د هستو بنسټیزې ډبرې ګڼو له منځه
ولاړ شي. په دې توګه به نیوترونونه هم د یوازې پاتې کېدو وړتیا ونلري نتیجتاً به د
ټولو اتومونو هستې، ستوري او پاتې سیارې له منځه ولاړې شي. 6*1030 کاله ډېر
زیات وخت دي. مثلاً که یوه افسانه داسې وانګیرو چې که هر 1000 کاله وروسته
یوه وړه مرغۍ راشي او د خپل موښکي په مرسته یو ګرام شګه بېله او له ځانه سره یوسي،
دغه مرغۍ کولی شي 6*1030 کلونه وروسته ټوله ځمکه یوسي.
وروسته له ډېر ډېر زیات وخته به
تورې سمڅې هم له منځه ولاړې شي، یعنې هغه څه چې د تصور وړ نه دي، خو د کوانتوم
تئورۍ له مخې امکان لري. په دې اساس به په ډېره لرې راتلونکي کې هیڅ ماده نه وي
پاتې. په دې وخت کې به د کهکشانونو، ستورو، سیارو او ژوندیو موجوداتو په مرسته
زموږ رنګارنګه نړۍ د مړو او وړانګونو په بیدیا اوښتې وي. د یوه انسان د عمر په
پرتله د دغه وخت راتلل ډېر عجیب ښکاري او د تصور وړ نه دي. خو له دې زیات د تعجب
وړ د شلمې پېړۍ د فزیکپوهانو هڅې دي چې د خپلو فورمولونو او محاسبو له لارې یې وکولی
شول د نړۍ پیل او پای، د کوارک او ګلئونونو نړۍ او تر ټولو زیات سرعتونو توضیح کړي.
له شک پرته باید د دوی هڅو ته آفرین ووایو او د دوی د هڅو ستاینه وکړو.

نظرات
ارسال یک نظر