لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر
د دې برخې پوهان چې هر څومره د تېر
او راتلونکي په هکله څېړنې کوي نظرونه یې نامطمئن او لړزانده کیږي. مثلاً که څه هم
موږ د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ واټن پېژنو یا د ځمکي تاریخ باندې پوهیږو، خو له دې چې
د نوي څېړنو تاریخ یوازې 500 کلن دی، نو ستونزمنه به وي چې د خلقت تاریخ
یعنې میلیاردونه کلونه پخوا وختونه وڅېړو. یوازې د نړۍ د انبساط فرضیه کافي نه ده
چې موږ پایله ترلاسه کړو چې ستره چاودنه شوې. دلته باید یوه بله جالبه موضوع هم
اضافه کړو: هرڅومره چې د کیهان ژور ته ګورو، د تېر وخت ژورو ته ګورو. لس نوري کاله
لرې ستوری په هغه توګه وینو چې لس کاله وړاندې و. یو لرې پروت کهکشان هغسې وینو چې
میلیاردونه کاله پخوا و. تر ټولو لرې اسماني اجسام چې د تلسکوپ په مرسته یې لیدلی
شو کوازارونه(Quasar) دي. کوازار هغه ځوان کهکشانونه دي چې د
جوړیدلو لومړي کلونه یې دي. کوازار د (Quasi Stellar Object) مخفف دی چې
د ستورو ته ورته بیلابیلو ډلو یو ډول دی. سور رنګه وړانګې او غالباً نوري او رادیويي
فریکونسي هم له ځانه خپروي. کوازارونه ډېر سرعت او انرژي لري او له ځمکې څخه بیخي
زیات واټن لري.
اوس نو که انسان هرې خوا ته وګوري
د فضا په ژورو کې باید یوې پولې ته ورسیږي تر څو هلته د خلقت پیل وویني. یا په بل
عبارت هغه لومړنی توود ګاز باید وویني چې ټول کهکشانونه، ستوري، سیارې او موجودات
ترې پيدا شوي. په دې اساس ډېر پخوا، زموږ شاوخوا باید ډېره روښانه پوش را چاپیر وی،
چې حتی د شپی لخوا یې اسمان روښانه ساتلی. خو دغه له اوره ډک پوښ زموږ څخه په دېر
لوړ سرعت لري ځي، ځکه چې نړۍ شیبه په شیبه انبساط کوي. د لرې کېدو سرعت دومره ډېر
دی چې د دغه پوښ د نور څپه اوږدیږي او بالاخره دومره اوږدیږي چې موږ یې یوازې د
رادیويي څپو په توګه ترلاسه کوو. دقیقاً همدغه څپې اوس کشف شوي. دا هغه څپې دي چې
په کیهان کې ټولو خواوو ته په یوه اندازه خپرې شوي دي او د 3K-شالید
وړانګونو پنامه یادیږي. د دغه وړانګو موجودیت د رادیوتلسکوپ په مرسته په آسانۍ
درک کولی شو. دغه وړانګې د لومړنۍ چاودنې فرضیې لپاره تر ټولو ښه ثبوت دی. په دې
توګه ستره چاودنه فرضیه د نړۍ د خلقت په هکله د نورو فرضیو په پرتله ډېره د منلو
وړ او منطقي ده.


نظرات
ارسال یک نظر